د شیخ زاید پوهنتون استاد رباني وحدت مشال راډيو ته وویل، له حقوقي نظره هېڅوک حق نه لري، چې د افغانستان پانګه کنګل او د تاوان په نوم يې په خپلو وګړو وویشي.
رینا امیري له یاد سازمانه دا هم غوښتي چې پر طالبانو دې فشار راولي، څو یو ټولګډونه حکومت جوړ او ترخوا یې د خپلو حقونو د دفاع کوونکو ښځو څخه د غچ اخېستل دې پای ته ورسوي.
د دغه ۷۶ کلن تن پیژندګلوي د عبدل (ر) په نوم شوې او په ده باندې تور دی چې د پلِ چرخي زندان د مشرۍ پر مهال یې د سیاسي بندیانو پر ضد جنګي جرمونه کړي دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پېنټاګون رپورټ رد کړی دی. د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د فبرورۍ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل، داعش افغانستان ته "جدي ګواښ" نه پېښوي او دا چې هغه ډله له "دیني او عقیدوي اړخه" د هغه هېواد خلکو ته "د منلو نه ده."
د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د فرهنګي چارو امر امرالله امېد وايي چې دوی په دې ولایت کې څلور کتابتونونه د خلکو د مطالعې لپاره پرانیستي دي او د کتاب مینه وال کولای شي چې له خپل ذوق سره سم، د مطالعې لپاره کتابونه په امانتي ډول یوسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۵مه په یو بیان کې ویلي دي چې دوی له اروپایي ټولنې د زده کړو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د کووېډ-۱۹ مثبتې پېښې پر داسې مهال زیاتې شوې دي چې اکثر روغتیايي مرکزونه د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي.
طالبان د خلکو د ورکولو تور نه مني خو په وروستیو ورځو کې یوشمېر ورکې ښځې خوشې شوې او هغوی وویل چې د طالبانو په بند کې وې.
خو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسوولین وايي چې دوی انځورګرانو ته یوازې له "اسلامي ارشاداتو سره سمه" توصیه کړې ده او پر انځورګرۍ یې بندیز نه دی لګولی.
د خوست په محبس کې تر دې وخته ۹۲ کسان په بند کې وو، چې د پلاوي د ارزونې وروسته يې نږدې نیمايي کسان خوشي شول.
د طالبانو د نظام د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل مشال راډیو ته وویل، رحیمي ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د امربالمعروف سرپرست وزیر محمد خالد الحنفي هرکلی ووایه.
لسمشر بایډن د امریکا د استازو جرګې مشرې نینسي پلوسي ته په یو لیک کې ویلي، دغه امر د افغانستان پراخ بشري ناورین ته پام کوي چې پکې د افغان ولس د خوراک مهم ضرورتونه، دا شان د امنیت، د روزګار لپاره د مرستو، د اوبو او نکاسۍ د نظام،
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته