طالبانو نه ده منلې چې دا ښځې له دوی سره بندیانې دي. خو د مولوي عبدالکبیر دفتر رسنيو ته په استولي بيان کې ويلي چې د دغو ښځو د پیدا کولو هڅې کېږي او اړوندې ادارې په دې برخه کې همکاري کوي.
زهرا محمدي او مرسل عیار هغه فعالانې دي چې په وروستیو کې یې د کابل په احتجاجي مظاهرو کې ګډون کړی وو او د فبرورۍ پر دویمه او درېیمه لادرکه شوې.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د موسیقۍ نه نشرولو پرېکړه رسنیو خپله کړې ده. د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د رسنیو مالي ستونزې لا زیاتې شوې دي ځکه چې د پخوا په څېر ورسره نړیوالې ادارې او بنسټونه مرستې نه کوي.
په خوست کې د پوهنتونونو ښځینه زده کوونکي د لوړو زده کړو وزارت لخوا د حکومتي پوهنتونونو د بیا پیلېدو اعلان ته خوشحاله دي او وايي، نور باید د دوی د زده کړو وخت ضایع نه شي.
د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې په کابل کې د اریانا ټېليويژن دوه نيول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي.
خبریالان وايي، رسنۍ په افغانستان کې د وروستیو ۲۰ کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه دي او که اقتصادي ستونزې يې حل نه شي، ښاييله فعاليته ولويږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش دا څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې د افغانستان د لوګر ولایت اوسېدونکې رڼا نومي ماشومې خبرې هم مشهوره شوې.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د جنورۍ پر ۲۹مه له یو پلاوي سره کابل ته لاړی.
دغو سفارتکارانو د جنورۍ پر ۲۵مه د ناروې په سرښار اوسلو کې د غونډې په وروستۍ ورځ د بندو دروازو ترشا د طالبانو له ۱۵ کسیزه پلاوي سره وکتل.
له تعلیمه بې برخې شوې نجونې وايي، د ښوونځیو تړل کېدو سره يې ټولې هیلې په نههیلۍ بدلې شوي دي.
د تړلو دروازو تر شا د دې غونډو د خبري پوښښ لپاره رسنیو ته اجازه نه ده ورکړل شوې. درې مختلف لوري له مشخصو غوښتنو سره په دې درې ورځنۍ غونډو کې ګډون کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته