د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د طالبانو او مدني فعالانو په وربللو ناروې ستایلې


ناروې ته د طالبانو تللی پلاوی
ناروې ته د طالبانو تللی پلاوی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي د ناروې د دې ګام هرکلی کوي چې افغان مدني فعالان او طالبان یې د خبرواترو لپاره وربللي دي.

تامس وېسټ ویلي، د مدني ټولنو مشران د سوکاله او اباده ټولنو او اقتصادونو د ملا تېر جوړوي.

د امریکا ځانګړی استازی هم د ناروې په پلازمېنې اوسلو کې په هغه ناسته کې برخه لري چې د طالبانو یو ۱۵ کسیزه پلاوی یې هم د خبرو لپاره وربللی دی. پر دې برسېره، په خبرو کې د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د امریکا د خزانې وزارت او د مرستو پراختیايي ادارې یو اس اېډ چارواکي هم ګډون لري.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ د جنورۍ پر ۲۳مه پر ټوېټر په بیان کي ویلي، "دې ته په کتو چې موږ له متحدینو، همکارانو او خیریه بنسټونو سره په ګډه بشري ناورین ته د رسېدګۍ په لټه کې یو له طالبانو سره به د خپلو اندېښنو او د یوه با ثباته، حقونو ته د احترام لرونکي او ټولشموله افغانستان په اړه د پرانیستو سترګو ډیپلوماسي ته دوام ورکوو."

د امریکا برسېره ځیني اروپايي ډیپلوماټان او خاص استازي هم د اوسلو په کوربه توب دې ناستې ته ورغلي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د طالبانو ویاندانو ویلي چې ناروې ته د دوی ورغلی پلاوی له امریکايي او اروپايي استازو سره د دوی پر حکومت د لګولو شویو بندیزونو، د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو، له افغانستان سره د بشري مرستو، د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا، پانګونې او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو پلاوی د جنورۍ تر ۲۵مې خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.

د پلان سره سم طالبانو لومړۍ ورځ له ځینو بهرمېشتو افغانانو او فعالانو سره د اوسلو په سوریا موریا هوټل کې لیدلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له مشال راډیو سره په خبرو کې د یکشنبې د ناستې په اړه وویل: "دا ناسته چې د افغانانو تر منځ مشورتي ناسته او د نظر تبادله وه په کې د هېواد په روانو حالاتو باندې بحث او خبرې وشوې. اقتصادي وضعیت، سیاسي وضعیت او نور اړخونه وسنجول شول او همداراز د مشورو په دوام تاکید وشو. خوشبختانه چې ټولو افغانانو د هېواد د اوسني وضعیته حمایت کاوه، د حکومت حمایت یې کاوه. له راغلې سولې او د جنګ د خاتمې په اړه یې خپل ملاتړ په ډاګه کړ. حکومت هم ژمنه وکړه چې د افغانانو نظریاتو ته به د قدر په سترګه ګوري او د دوی مشورې ورسره لا هم لازمې دي."

د اوسلو ناستې پر لومړۍ ورځ د افغانستان په حالاتو خبرې شوې

مجاهد په خپل ټوېټر د یکشنبې ورځې د ناستې جزییات د ګډې اعلامیې په توګه هم خپاره کړي.

د اوسلو په کوربه توب د دې ناستې په اړه ګڼ غبرګونونه هم راغلي.

د بشري حقونو یوه فعاله او د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي مشال راډیو ته وویل چې امریکايي او اروپايي ډیپلوماټان دې د بشري حقونو او ښځو په تړاو له طالبانو نه په اوسلو کې لیکلې ژمنې واخلي. "اوسلو له ناستې زما غوښتنه دا ده چې لومړی باید دا شرطونه کښېږدي چې د ښځو د سیاسي ګډون، په افغانستان کې دننه د نظام ټولګډونول، د نجونو منځنیو ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو باید له دې ناستې وروسته مطلوب نتایج ترلاسه شي. طالبان باید لیکلې ژمنې ورکړي او لاسلیکونه ورکړي چې دوی د ښځو او بشري حقونو مسایلو ته درناوی کوي. "

په ناروې کې هم ځینو افغانانو او فعالانو د اوسلو په کوربه توب د دې ناستې پر ضد اعتراضونه کړي.

د ناروې ځیني سیاستوال هم دې ناستې ته هیله من نه دي.

له هغې ډلې د ناروې یوې معتبره ورځپاڼې وې ګې VG / وېردېن ګانګس د ناروې د ښي اړخي اېف ار پي ګوند مشرې سیلوي لیستاو په حواله لیکلي چې د نارویژي مالیه ورکوونکو له پيسو د طالبانو د پلاوي وربلل ښکاروي چې حکومت څنګه د مالیه ورکوونکو پيسې د دې په خبره بې معنی مصرفوي.

وې ګې ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو د پلاوي د سفر ټول لګښت شااوخوا ۷ ملیونه سویډني کرونه شوي چې اوه لکه او نوي زره امریکایي/ډالره کېږي.

طالب پلاوي کې د ښځو نشتوالی

د ناروې ښيلاسي ګوند مشرې سیلوي لیستاو له طالبانو د ښځو او بشري حقونو د درناوي تمه بې ځایه بللې او وايي چې اوسلو ته د طالبانو په پينځلس کسیزه نارینه پلاوي کې د یوې ښځې نشتوالی په خپله هر څه واضح کوي.

اخوا د اوسلو د ناستې کوربه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا درې ورځنۍ غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنی نه ده، بلکې اساسي هدف یې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر وړاندې د راپورته شویو ستونزو لپاره د حل‌ لارې پیدا کول دي.

یو شمېر عام افغانان هم چې له سختو اقتصادي ستونزو او ناورینو کړېږي وایي له هرې ممکنې لارې چې د وضعیت د ښه والي لپاره کار اخیستل کېږي دوی هرکلی کوي.

مجاهد په خپل ټوېټر د جنورۍ د ۲۳مې د ناستې جزییات د ګډې اعلامیې په توګه هم خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG