د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ له اي سي اېله د راو انوار د نوم ایستلو په اړه د بیاکتنې درخواست رد کړ


پر راو انوار د وزیرستان اوسېدونکي نقیب الله مسید په ګډون د لسګونه کسانو د وژنې تور دی چې هغه یې ردوي - انځور له ارشیفه
پر راو انوار د وزیرستان اوسېدونکي نقیب الله مسید په ګډون د لسګونه کسانو د وژنې تور دی چې هغه یې ردوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان سپریم کورټ د کراچۍ د پولیسو پخواني افسر راو انوار نوم له هېواده د ممنوع الخروج کسانو له لېسټه (اېګزېټ کنټرول لېسټ یا اي سي اېل) د ایستلو په اړه د بیاکتنې غوښتنلیک رد کړی دی.

د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ کې د پاکستان تر ټولو لوی عدالت د ممنوع الخروج کسانو له نوملړه د انوار د نوم ایستلو غوښتنه رد کړې وه. تر هغې یوه میاشت وروسته د نوموړي وکیل هغې فیصلې ته د بیاکتنې درخواست دایر کړی وو.

د سترې محکمې قاضي اعجاز الحسن په مشرۍ د قاضي منیب اختر او قاضیې عایشې ملک درې کسیزې جرګګۍ د فبرورۍ پر دویمه د نظرثانۍ درخواست په اړه اورېدنه وکړه.

د انوار وکیلانو ملک نعیم اقبال او عامر منسوب په خپلو خبرو کې وویل چې د نوموړي پرضد په کراچۍ کې مقدمه روانه ده او هلته یې عدالت د ضمانت درخواست منلی دی نو ځکه دې یې نوم له اي سي اېله وباسي خو جرګګۍ یې غوښتنه رد کړه.

پر انوار په جعلي نښتو کې د جنوبي وزیرستان د یوه اوسېدونکي نقیب الله مسید په ګډون د لسګونه کسانو د وژنې تورونه دي چې هغه یې ردوي.

د همدې تورونو پر اساس د نوموړي پرضد د کراچۍ په عدالتونو کې مقدمې روانې دي.

د نقیب الله مسید وژنې د پاکستان په یوشمېر برخو کې مظاهرې پارولې وې - انځور له ارشیفه
د نقیب الله مسید وژنې د پاکستان په یوشمېر برخو کې مظاهرې پارولې وې - انځور له ارشیفه

پولیس، د مسید کورنۍ او وکیل یې وايي، پوليسو هغه د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ مياشت کې تر نيولو وروسته له دوو نورو کسانو سره يوځای وژلی وو.

هغه وخت د ملير پوليسو پخواني مشر راو انوار ادعا کړې وه چې له پوليسو سره يې په نښته کې درې وسله وال طالبان وژلي دي، خو وروسته د سيند پوليسو يوې پلټنيزې ډلې هغه نښته جعلي بللې وه.

د مسید وژنې پرضد په کراچۍ کې فعالانو او سیاستوالانو احتجاجي پرلت وهلی وو او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې یې هم مظاهرې کړې وې.

د نقيب الله مسید د وژنې په مقدمه کې تورن راو انوار او درې نور پوليس افسران په ضمانت خوشې دي، خو ځينې نور تورن پولیسان په زندان کې دي او ځينې پخواني پوليس افسران بيا له شاوخوا څلورو کلونو راهيسې مفرور دي.

راو انوار د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې سيند های کورټ ته خواست کړی وو چې په دې قضیه کې دې ورته عدالت له حاضرېدو استثنا ورکړي. خو عدالت یې د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ کې غوښتنه رد کړې وه او ويلي یې ول چې په دې قضيه کې راو انوار مرکزي تورن کس دی، که عدالت استثنا ورکړي نو دا به له نورو تورنو سره د توپیري چلند معنا ولري.

د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۰مه برتانیا د سيند صوبې پر پخواني پوليس افسر راو انوار د بشري حقونو د سرغړونې تورونه پورې کړل او پر هغه یې د غیر قانوني وژنو او د حقونو د سرغړونو پر سر بندیزونه هم لګولي ول. له بندیزونو سره سم، انوار نه شي کولای چې برتانیا ته ولاړ شي او هلته به یې شتمني منجمد یا کنګل وي.

XS
SM
MD
LG