د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کور په کور د کووېډ-۱۹ واکسیني بهیر پیل شوی


په پاکستان کې د کورونا وايرس د وبا پينځمه څپه روانه ده، او د واکسیني کیمپېن مقصد د وبا کنټرولول دي - انځور له ارشیفه
په پاکستان کې د کورونا وايرس د وبا پينځمه څپه روانه ده، او د واکسیني کیمپېن مقصد د وبا کنټرولول دي - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د فېبرورۍ له دویمې څخه د دوه اوونیو لپاره د کووېډ-۱۹ واکسینو یو پراخ کیمپېن پیل شوی چې پکې روغتیاپالان کور په کور ګرځي او خلکو ته ستنې لګوي.

د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختیايي چارو وزیر اسد عمر په اسلام اباد کې خبري غونډه ته وويل چې په ملک کې د کورونا وايرس د وبا پينځمه څپه روانه ده، چې د دې کیمپېن له لارې یې د کنټرول هڅې کوي. "اوس هم داسې ډير زيات خلک شته چې واکسين يې نه دي کړي نو د دې مهم هدف درې نیم کروړه خلکو ته واکسین لګول دي."

د کورونا واېرس د وبا د څار او کنټرول قامي ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سینټر) له شمېرو سره سم د فبرورۍ تر دویمې په هغه هېواد کې تر ۸۲،۵۵۴،۰۰۰ زیات کسان بشپړ واکسين شوي دي.

په پاکستان کی ولس ته د کورونا وایرس واکسین مفت ورکول کېږي. د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم د هغه هېواد ټوله ابادي شاوخوا ۲۰۸ مېلیونه ده.

د حکومت د دې کیمپېن په اړه ځینې خلک وايي، د کاري مصروفیتونو له وجې يې نه شي کولای چې واکسيني مرکزونو یا روغتونونه ته ولاړ شي.

د پېښور پوهنتون زده کوونکی شفقت الله وايي، په خپله پلرنۍ سیمه باجوړ کې یې داسې ډېر معیوبان هم شته چې روغتون ته نه شي تللای نو کور په کور کیمپېن به هغوی ته هم د واکسینېدو موقع ورکړي.

دا واکسیني کیمپېن په داسې حال کې پیل شوی چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس تر ۶،۷۴۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د کورونا وایرس په اړه حکومتي ووبپاڼې د فبرورۍ پر دویمه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۲۹ کسان مړه شوي دي چې ورسره په ۲۰۲۰ز کال کې د وبا د پیل راهیسي د مړو شمېر څه د پاسه ۲۹،۳۰۰ ته رسېدلی دی.

ووبپاڼه زیاتوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ناروغۍ تر ۹،۵۰۰ زیات کسان رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG