د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور: د پب جي ګېم کوونکي هلک مور، ورور او دوې خوېندې وژلې دي


يو کس پب جي ګېم کوي - انځور له ارشیفه
يو کس پب جي ګېم کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د پنجاب پولیس وايي د لاهور هغه ۱۸ کلن هلک یې نیولی چې په مبینه توګه په پب جي ګېم کې تر ناکامۍ وروسته یې د جنورۍ پر ۱۸مه خپله مور، ورور او دوې خویندې وژلې وې.

تر دې پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو هغه بحث لا توند شوی چې د دغې کمپيوټري لوبې د بندیز په غوښتنه راڅرخي. د ټولنیزو رسنیو ځينو کارکوونکو په دې بحث کې ويلي چې د همدې لوبې له کبله پخوا هم د ملک په بېلا بېلو برخو کې ځوانانو او پېغلو یا خودکشۍ کړې دي او یا یې هم نور خلک وژلي دي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې یو ځل پر دې ګېم بندیز لګولی وو خو بیا یې بیرته اخیستی وو. د پنجاب پولیسو پر ټويټر خپره کړې يوه ويډيو کې ويلي چې د لاهور دغه هلک فکر کاوه چې د پيجي د ګېم په شان به وژل شوي کسان بیرته راژوندي شي.

پب جي ګېم څه دی او څنګه کېږي؟

قاسم سعیدي چې له تېرو دريو کلونو راهیسې دا لوبه کوي، وايي دا د انټرنیټ له لارې یو داسې لوبه ده چې زیاتره وخت پکې لوبغاړي یو له بل سره په جګړه بوخت وي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې لوبې کوونکي‌ هغه وخت زیات جذباتي او په غصه شي چې د لوبې په منځ کې یې څوک مداخلت وکړي. "دا یو داسې لوبه ده چې په احساساتو کېږي، هغه جګړه داسې وي لکه رښتونې جګړه، نو چې ته په داسې جګړه کې بوخت یې او په دا وخت کې څوک مداخلت وکړي نو کېدای شي چې سړی غصه شي."

خو قاسم سعیدي وویل، د خپلې تجربې پر اساس ویلی شي چې ذهني ناروغان، په ژوند کې شخصي ستونزې لرونکي او کم عمره هلکان او نجونه باید دا لوبه ونکړي.

په پېښور کې د نفسیاتو ډاکټر عرفان الله وايي، د انټرنیټ پر مخ کېدونکې دې لوبې دومره خلک متاثره کړي دي چې هره میاشت دوی ته په لسګونه دماغي‌ ناروغان ورځي. "موږ ته په میاشت کې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ داسې ناروغان راځي چې پب جي ګېم ځپلي وي، په دې ګېم کې ستونزه دا ده چې په لوبغاړي‌ کې د لوبې ګټلو داسې جذبه پیدا شي چې زه به څنګه مخته ځم او څنګه به بریالی کېږم نو له دې کبله هغه بې خوبه شي، خوراک څښاک او ژوند یې متاثره شي. په داسې وخت کې هغه هم ځان وژلی شي او هم نور."

مېندو او پلرونو ته د ډاکټرانو لارښوونې

پب جي ګېم يوې کوریايي کمپنۍ جوړ کړی دی او د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه يې خلک په وړيا ډول کولی شي.

په کوټه کې د نفسیاتو پوه ډاکټر غلام رسول مشال راډیو ته وویل چې دا لوبه کوونکي له کورنۍ او ټولنې د پرې کېدو له کبله په ذهني‌ ناروغۍ اخته کيږي.

هغه وویل، میندې او پلرونه باید پر خپلو اود لادونو ژور نظر وساتي‌ چې ایا هغوی خو موبایل او کمپیوټر تر ضرورت زیات نه کاروي. "په لومړیو شپو کې ماشومان په اسانه له دې لوبې بیرته را وتلای شي ځکه چې هغوی لا پوره نه وي پکې ښکېل شوي او د دې لوبې په ګټلو او بایللو لا پوره پوه نه وي نو مور او پلار باید پر خپلو اولادونو نظر وساتي."

XS
SM
MD
LG