د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهبي سپکاوي په تور وژنه: ۱۱۲ مشکوک او ۳۱ مرکزي تورن کسان نيول شوي


د پاکستان په پنجاب کې کليوالو د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي تن مړی راخیستی دی، انځور له ارشيفه
د پاکستان په پنجاب کې کليوالو د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي تن مړی راخیستی دی، انځور له ارشيفه

په مذهبي چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار مولانا طاهر اشرفي وايي چې د پنجاب په خانيوال ښار کې د پارېدلو کسانو لخوا د قران د سوځولو په تور د يو کس د وژلو په شان پېښو د مخنيوي لپاره د هېواد پر کچ کميټيانې جوړوي.

د فبرورۍ پر ۱۳مه د خانيوال په تولمبه سيمه کې د پارېدلو کسانو يو کس په دې تور په وهلو ټکولو وواژه چې هغه د قران پاک ځينې پاڼې سوځولې وې. د پنجاب پوليسو نن (فبرورۍ ۱۵مه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د دې کس د وژنې په تور يې ۳۱ مرکزي تورن او ۱۱۲ مشکوک کسان نيولي دي.

مولانا طاهر اشرفي د فبرورۍ پر ۱۴مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د قران پاک سوځولو په تور د وژل شوي کس په اړه ويل کېږي چې ليونی وو. نوموړي زیاته کړه چې د هغه په وژنه کې ککړ کسان به سزا کېږي.

دا په تېرو دريو مياشتو کې د پارېدلې ډلې لخوا د مذهب سپکاوي په تور د وژلو دويمه پېښه ده. تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر دريمه نېټه په سيالکوت ښار کې پارېدلو کسانو يو سريلنکايي وګړی د مذهب سپکاوي په تور تر وژلو وروسته سوځولی وو.

په پاکستان کې يوې څيړنيزې ادارې "سېنټر فار ریسرچ اېنډ سېکېورټي سټډيز" د ۲۰۲۲c کال په جنورۍ مياشت کې په خپاره شوي راپور کې ويلي وو چې د پاکستان له جوړېدو راهيسې په تېرو ۷۳ کالونو کې په دې هېواد کې د مذهب سپکاوي په ۱۴۱۵ پېښو کې ۸۹ کسان ماورا عدالت وژل شوي دي.

مولانا اشرفي وويل چې د خلکو لخوا د مذهبي سپکاوي په تور د وژنو او نورو مذهبي کرکو او شخړو د مخنيوي لپاره دوی د پاکستان پر کچ د کمېټيانو پر جوړولو کار پیل کړی دی.

"د پيغامِ پاکستان په نامه امن کمېټيانې جوړوو. تاسو ته معلومه ده چې د ټولو ديني مسلکونو عالمانو د پیغامِ پاکستان په نوم يوه متفقه مسوده جوړه کړې وه چې پکې ضابطه اخلاق ټاکل شوي ول، دې ته به قانوني بڼه ورکوو. هم د دې دستاويز له مخې د یونين کونسلونو او ضلعو پر کچ کمېټيانې جوړوو چې د مارچ ۲۳مې وړاندې به حتمي بڼه ورکړو."

مولانا اشرفي زياته کړه چې يوه کمېټۍ به له ۲۰ یا ۲۵ کسانو جوړه وي چې تړاو به يې له مدنې ټولنو، د بېلابېلو مذهبي فکر لرونکو ديني عالمانو او انتظاميو سره وي.

تردې وړاندې هم د پاکستان بېلا بېلو حکومتونو د دغسې پېښو د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي خو پر دې سربېره هم وخت نا وخته د مذهب سپکاوي په تور خلک وژل کېږي. کارپوهان د دې مختلف لاملونه يادوي.

خبريال او څېړونی سبوخ سيد چې پر مذهبي چارو ژور نظر ساتي، وايي چې د يوې پارېدلې ډلې له لورې د مذهب د سپکاوي په تور د وژنو يو اړخ د ديني عالمانو جوړه کړې بیانيه ده.

"ديني عالمانو يوه بیانيه جوړه کړې ده چې که يو کس د مذهب سپکاوی کوي نو هغه ته به هرو مرو سزا ورکول کېږي نو که هغه ته پوليس پانسۍ ورکړي او که يې موږ ورکړو، خبره یوه ده. دا خبرې په جومات، منبر او مذهبي غونډو کې کېږي نو په نتيجه کې يې خلک فکر وکړي چې موږ به هم دغه کار کوو."

خو د مذهبي ډلې سني علما تحريک يو مشر فهيم الدين شېخ د فبرورۍ پر ۱۴مه له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال وويل چې دوی په تکرار سره دا خبره کړې ده چې بايد خلک قانون په لاس کې وانخلي.

"ديني عالمان په تکرار سره وايي چې رياست او قانون شته نو بايد پر قانون عمل وشي او په لاس کې وانخیستل شي. د دې نه خو شریعت او نه هم قانون اجازه ورکوي."

نوموړي زیاته کړه چې کله د مذهب سپکاوي يوه پېښه کېږي نو پکار ده پوره پوره هڅه وشي چې له قانون پلي کوونکو ادارو سره رابطه وشي چې له سره دغسې يوه پېښه سر راپورته نه کړي. هغه زیاته کړه چې پر تشدد یقين نه لري او که څوک جرم کوي نو دوی غواړي چې پرضد يې قانوني لاره خپله شي او قانون ورته سزا ورکړي.

مولانا طاهر اشرفي وايي چې حکومت په پام کې لري چې د مذهب سپکاوي په تور د پارېدلې ډلې لخوا د وژنو د مخنيوي لپاره يې په خلکو کې د پوهاوي کېمپېن هم پیل کړي.

XS
SM
MD
LG