د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند اسمبلۍ د زده کوونکو د اتحادیو د بحالۍ منظوري ورکړه


د پاکستان پیپلز ګوند غړي پير مجیب الحق قانوني مسوده صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړه چې پر حکومتي غړو سربېره حکومت مخالفه غړو هم په ګډه منظوره کړه: انځور له ارشیفه
د پاکستان پیپلز ګوند غړي پير مجیب الحق قانوني مسوده صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړه چې پر حکومتي غړو سربېره حکومت مخالفه غړو هم په ګډه منظوره کړه: انځور له ارشیفه

د پاکستان سیند اسمبلۍ په متفقه ډول په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکیو د اتحادیو (سټوډنټس یونین) د بحالۍ منظوري د فبرورۍ پر ۱۱مه ورکړه.

تر دې وړاندې په تېرو ۳۸ کلونو کې د پاکستان په تعليمي ادارو کې د زده کوونکيو پر اتحاديو بندېز وو.

د فبرورۍ پر ۱۱مه، د زده کوونکیو د اتحادیو د بحالۍ قانوني مسوده د قانون د قایمه کمېټۍ لخوا تر منظورۍ وروسته، د پاکستان پیپلز ګوند غړي پير مجیب الحق صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړه چې پر حکومتي غړو سربېره حکومت مخالفه غړو هم په ګډه منظور کړه.

د قانوني مسودې تر منظورۍ وروسته د سیند صوبې اعلا وزير مراد علي شاه د اسمبلۍ له غړو مننه وکړه او هیله یې ښکاره کړه چې د زده کوونکیو اتحادیې به په تعلیمي ادارو کې د زده کړو عمل متاثره نه کړي او نه به هم څه ډول ګډوډی رامنځ ته کړي.

په کراچۍ کې د پښتنو زده کوونکو د يو سازمان "پښتون سټوډنټس فېډرېشن" مشر اصف خان د فبرورۍ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، اوس پکار ده چې په تعلیمي ادارو کې دا پرېکړه زر تر زره عملي هم شي.

نوموړی وايي:

"د زده کوونکو پر اتحاديو دا بندېز باید ډېر پخوا ختم کړل شوی وای. پر سټوډنټس یونین د بندیز له وجې زده کوونکي په تعلیمي ادارو کې له خپلو حقونو محرومه ول. دا بِل (قانوني مسوده) ډېر ښه دی، اوس به د زده کوونکیو اتحادیې د ملک په سیاست کې د ګډون کولو لپاره ډېر ښه سیاستوال راپیدا کړي."

په کراچۍ پوهنتون کې د پیپلز سټوډنټس فېډرېشن مشر محمد اشتیاق شعیب د فبرورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، د سیند حکومت یو ډېر رغنده ګام پورته کړی دی.

هغه وايي:

"کله چې په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکیو اتحادیې نه وې نو ورسره د زده کوونکیو ستونزې ډېرې وي خو اوس چې یې بحالي ورکړل شوې نو هیله لرو چې د ستونزو په هوارۍ کې به مهم رول ولوبوي. پکار ده چې د ملک په نورو صوبو کې هم پر سټوډنټس یونین لګول شوی بندېز لرې کړل شي."

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر ۱۱مه د سیند زده کوونکیو ته د سټوډنټس یونین پر بحالۍ د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې ویلي، د هغوی هغه حقونه په ځای کړل شوي چې پوځي واکمن جنرال محمد ضیاوالحق ترې تروړلي ول.

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي سردار حسېن بابک د فبرورۍ په ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د سیند اسمبلۍ لخوا د یادې قانوي مسودې د منظورۍ ستاینه کوي او پکار ده چې د خیبر پښتونخوا صوبه او د ملک نورې صوبې هم ورته ګامونه پورته کړي.

په پاکستان کې په ۱۹۸۴ز کال کې، د هغه مهال پوځي واکمن جنرال محمد ضیاوالحق په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکو اتحادیو بندېز لګولی وو.

XS
SM
MD
LG