د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزير د ضمانت درخواست رد کړ


 پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر او نورو بندي غړو لپاره د فبرورۍ له ۱۳مې په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی.انځور له ارشيفه
پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر او نورو بندي غړو لپاره د فبرورۍ له ۱۳مې په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی.انځور له ارشيفه

کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او له جنوبي وزيرستانه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د منتخب استازي علي وزير د ضمانت درخواست رد کړی دی.

عدالت نن (فبرورۍ ۱۵مه ) په کراچۍ زندان کې د اورېدنې پرمهال خپله خوندې کړې پرېکړه واوروله.

تر عدالتي پرېکړې وروسته د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ مشال راډيو ته وویل چې په دې مقدمه کې د پوليسو په څلورو ګواهانو کې يوازې دوه عدالت ته حاضر شوي ول.

د ده په خبره، عدالت ويلي چې ترڅو پاتې دوه نور ګواهان وړاندې نه شي، علي وزیر پرېکړې ته د بیا کتنې لپاره ترهګرۍ ضد عدالت ته درخواست نه شي ورکولای. خو د وکیل په خبره يې، دوی دا پرېکړه په سيند هایکورټ کې چېلنجولای شي.

د کراچۍ پوليسو د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې د علي وزير پرضد په شاه لطيف ټاون تاڼه کې مقدمه درج کړې وه. پوليسو ویلي ول چې هغه د امان خټک په حجره کې د رياست او رياستي ادارو پرضد خبرې کړې وې خو علي وزير دا تور ردوي.

عدالت دا پرېکړه داسې مهال کړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر او نورو بندي غړو لپاره د فبرورۍ له ۱۳مې د سیند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی. دوی غوښتنه کوی چې د سيند حکومت دې د علي وزير پرضد مقدمه بېرته واخلي.

د علي وزير راخوشې کولو لپاره د پي ټي اېم پرلت په درېيمه ورځ هم روان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:39 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين د فبرورۍ پر ۱۴مه ناوخته مشال راډيو ته وويل وايي چې په دا ډول مقدمو کې که چالان هم وشي نو حکومت خپلې مقدمې بيرته اخيستلای شي، خو د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب د فبرورۍ پر ۱۴مه پر ټویټر لیکلي چې دوی نیول شوی او چالان شوی کس نشي خوشې کولای.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په احتجاجي پرلت کې د غورځنګ پر مشر منظور پشتين او نورو غړيو سربېره د لادرکه کړل شويو بلوڅانو خپلوانو هم ګډون وکړ.
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په احتجاجي پرلت کې د غورځنګ پر مشر منظور پشتين او نورو غړيو سربېره د لادرکه کړل شويو بلوڅانو خپلوانو هم ګډون وکړ.

علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له ۱۶مې په دې تور زنداني شوی وو چې همهغه مياشت يې د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې يوې ولسي غونډې ته د ریاست ضد وینا کړې وه خو هغه دا تور نه مني.

علي وزير ته د سهراب ګوټ سيمې په مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ د تېر کال (۲۰۲۱ز) د نومبر پر ۳۰مه ضمانت ورکړی وو، خو نوموړی د شاه لطيف ټاون په مقدمه کې لا هم په زندان کې دی.

XS
SM
MD
LG