د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د فيصل واوډا د نااهلۍ پرضد درخواست رد کړ


عدالت ویلي چې واوډا انتخاباتي کمېشن ته د خپل غبرګ شهریت په اړه ناسم معلومات ورکړي ول - انځور له ارشیفه
عدالت ویلي چې واوډا انتخاباتي کمېشن ته د خپل غبرګ شهریت په اړه ناسم معلومات ورکړي ول - انځور له ارشیفه

اسلام اباد های کورټ د فیصل واوډا هغه درخواست رد کړی چې نوموړي د پاکستان انتخاباتي کمېشن له خوا د پارلېمان څوکۍ لپاره د هغه د ټول عمر لپاره د نااهلۍ فیصلې پرضد دایر کړی وو.

عدالت د فبرورۍ پر ۱۶مه ناوخته د فیصلې اورولو پر وخت وويل چې فیصل واوډا د خپل غبرګ شهریت په اړه انتخاباتي کمېشن ته سم معلومات نه ول ورکړي نو ځکه د کمېشن فیصله پر ځای ده.

فیصل واوډا د واکمن تحريک انصاف ګوند د نوماند په توګه د سېنېټ غړی ټاکل شوی وو چې انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ پر نهمه نېټه د غبرګ تابعيت يا شهريت په اړه د "ناسمې تصدیقنامې" د دايرولو پر اساس نااهله کړی وو.

د اورېدنې پر مهال د اسلام اباد های کورټ چيف جسټس اطهر من الله او د واوډا د وکيل وسيم سجاد ترمینځ اوږد بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ پر ۱۶مه د فیصل واوډا د سېنېټ پر خالي شوې څوکۍ د ټاکنو اعلان وکړ.

کمېشن په بیان کې ويلي چې پر دې څوکۍ به د مارچ پر نهمه ټاکنې کېږي او کانديدان دې د فبرورۍ له ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې ورسره د نامزدګۍ درخواستونه داير کړي.

فیصل واوډا د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې له کراچۍ څخه د قامي اسمبلۍ استازی منتخب شوی وو. په ۲۰۲۰ز کال کې یوه قانونپوه میا فیصل په اسلام اباد های کورټ کې درخواست دایر کړی وو او پکې یې ویلي ول چې واوډا خپل غبرګ شهریت پټ ساتلی نو ځکه دې د پارلېمان څوکۍ لپاره نااهله شي.

اسلام اباد های کورټ هغه مهال نوموړي ته وویل چې په دې اړه سپیناوی وکړي، خو واوډا د عدالت د څو امرونو باوجود ځواب نه وو ورکړی. واوډا د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د قامي اسمبلۍ له څوکۍ څخه استعفا ورکړه او بیا د سېنېټ غړی منتخب شو..

د هغه وکیل هغه مهال ویلي ول چې واوډا د قامي اسمبلۍ له څوکۍ استعفا ورکړې نو ځکه یې پرضد د غبرګ شهریت قضیه نور نه شي چلېدای.

XS
SM
MD
LG