د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د یوې خبري ادارې د مشر ګرفتارۍ غبرګونونه پارولي


په پاکستان کې خبریالانو پر مطبوعاتو د محدودیتونو خلاف وخت په وخت مظاهرې کړې دي - انځور له ارشیفه
په پاکستان کې خبریالانو پر مطبوعاتو د محدودیتونو خلاف وخت په وخت مظاهرې کړې دي - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې خبریالانو او یوشمېر سیاستوالانو د 'ان لاین' خبري ادارې د مالک ګرفتاري غندلې ده.

محسن بېګ د فبرورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د پلټنو فېډرالي ادارې (اېف ای اې) له خپل کوره تر نیولو وروسته، د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ. عدالت نوموړی د درو ورځو لپاره د پوښتنو لپاره پولیسو ته وسپاره.

د محسن بېګ پر ضد د پاکستان د مواصلاتو وفاقي وزیر مراد سعید رپورټ درج کړی او پکې یې تور پورې کړی چې په یوه ټېلېوېژني پروګرام کې یې د هغه پر ضد "غلطې او غیر اخلاقي خبرې" کړې وې. د نوموړي پر ضد د پاکستان د برېښنايي جرمونو د مجازاتو له قانون سره سم مقدمه درج شوې ده. همدا لامل دی چې د پولیسو پر ځای د اېف ای اې کارکوونکو بېګ ګرفتاره کړ ځکه چې قانون هغې ادارې ته د برېښنايي او انټرنېټي جرمونو پروړاندې د اقدام واک ورکړی دی.

خو تر ګرفتارۍ وروسته چې محسن بېګ عدالت ته وړاندې کېده نو خبریالانو ته یې وویل، هغه د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په وینا نیول شوی دی. "زه د عمران خان په امر نیول شوی یم او د [اېف ای اې] په حراست کې نه وم. له پولیسو سره وم او هغوی پر ما ډېر زیات تشدد کړی دی."

حکومت د نوموړي د دې تور په غبرګون څه نه دي ویلي. البته پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په ساده جامو کې ځینې کسان هغه له کوره ګرفتاروي. بېګ همداراز، په تېرو وختونو کې د وزیراعظم عمران خان ګوند تحریک انصاف ته له نېږدې کسانو بلل کېده.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر فواد چودري وايي، مراد سعید د خبریال محسن بېګ خلاف پرچه دایره کړې ده - انځور له ارشیفه.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر فواد چودري وايي، مراد سعید د خبریال محسن بېګ خلاف پرچه دایره کړې ده - انځور له ارشیفه.

په پاکستان کې د یوشمېر سیاسي ګوندونو غړو او خبریالانو د محسن بېګ ګرفتاري غندلې ده. د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف پر ټوېټر لیکلي، د "صحافي محسن بېګ نیول د عمران خان طاقت نه بلکې د هغه کمزوري ښکاره" کوي.

پېژندل شوي شنونکي او خبریال نجم سېټي له یو شخصي ټېلېوېژن ۲۴ نیوز سره په خبرو کې ویلي، کله چې د حکومتونو د "نسکورېدو وخت" راشي نو دا ډول پېښې تر سترګو کېږي. هغه زیاتوي، داسې پېښې مخکې هم ډېرې شوي چې نسکورېدونکو حکومتونو پر هغو "خلکو تشدد" کړی چې پر حکومت یې نیوکې کولې.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي نایب صدر امیر حیدر خان هوتي د فبرورۍ پر ۱۶مه په یو مطبوعاتي بیان کې ویلي، د صحافیانو کار تنقید کول او له درغلیو پرده پورته کول دي، اوس که "په دې ګناه" کوم خبریال نیول کېږي نو دا خو بیا "جمهوریت نه شو بلکې تر امریت هم یو بد حالت" شو.

د پېښور د خبریالانو د ټولنې خیبر یونین اف جرنلسټس عمومي سېکرټر عمران یوسفزي د فبرورۍ پر ۱۶مه په یو بیان کې ویلي، له خبریال محسن بېګ سره د "نامناسبه چلند غندنه" کوي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري د فبرورۍ ۱۶مې پر ماخوستن شخصي ټېلېوېژن اې ار وای نیوز ته وویل، که یو کس چا ته پر ټېلېوېژن "ښکنځلې وکړي نو مقابل لوری به په ځواب کې څه کوي؟ په ډزو خو یې نه شي ویشتلی، یوازې له قانونه به مرسته غواړي."

چودري زیاته کړې چې مراد سعید هم د خپل قانوني حق په استعمالولو د محسن بېګ خلاف پرچه دایره کړې ده.

په پاکستان کې خبریالان او د رسنیو مالکان له څه د پاسه درو کلونو راهیسې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پر حکومت تور پورې کوي چې د مطبوعاتو ازادي یې تر پښو لاندې کړې ده.

خو حکومتي وزیران او په خپله وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي.

XS
SM
MD
LG