د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن د فیصل واوډا د سېنېټ پر خالي څوکۍ ټاکنې اعلان کړې


انتخاباتي کمیشن ويلي چې د فيصل واوډا د سېنېټ پر خالي شوې څوکۍ به د مارچ پر نهمه انتخابات کوي - انځور له ارشیفه
انتخاباتي کمیشن ويلي چې د فيصل واوډا د سېنېټ پر خالي شوې څوکۍ به د مارچ پر نهمه انتخابات کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سېنېټ پر هغه څوکۍ د ټاکنو اعلان کړی چې د فیصل واوډا د نااهله کېدو له کبله خالي شوې ده.

فیصل واوډا د واکمن تحريک انصاف ګوند د نوماند په توګه د سېنېټ غړی ټاکل شوی وو چې انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ پر نهمه د غبرګ تابعيت يا شهريت په اړه د "ناسمې تصدیقنامې" د دايرولو پر اساس نااهله کړی وو.

کمېشن د فبرورۍ پر ۱۶مه په بیان کې ويلي چې پر دې څوکۍ به د مارچ پر نهمه ټاکنې کېږي او کانديدان دې د فبرورۍ له ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې ورسره د نامزدګۍ درخواستونه داير کړي.

فيصل واوډا د کمېشن د پرېکړي ضد اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړ چې ورباندې عدالت خپله فيصله خوندې کړې ده.

فیصل واوډا د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې له کراچۍ څخه د قامي اسمبلۍ استازی منتخب شوی وو. په ۲۰۲۰ز کال کې یوه قانونپوه میا فیصل په اسلام اباد های کورټ کې درخواست دایر کړی وو او پکې یې ویلي ول چې واوډا خپل غبرګ شهریت پټ ساتلی نو ځکه دې د پارلېمان څوکۍ لپاره نااهله شي.

اسلام اباد های کورټ هغه مهال نوموړي ته وویل چې په دې اړه سپیناوی وکړي، خو واوډا د عدالت د څو امرونو باوجود ځواب نه وو ورکړی. واوډا د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د قامي اسمبلۍ له څوکۍ څخه استعفا ورکړه او بیا د سېنېټ غړی منتخب شو.

د هغه وکیل هغه مهال ویلي ول چې واوډا د قامي اسمبلۍ له څوکۍ استعفا ورکړې نو ځکه یې پرضد د غبرګ شهریت قضیه نور نه شي چلېدای.

خو تر هغې وروسته، های کورټ په خپل امر کې وویل چې واوډا د خپل شهریت په اړه ناسمه تصدیقنامه دایره کړې او انتخاباتي کمېشن دې د اساسي قانون له ۶۲مې مادې د لومړي شق له اېف برخې سره سم د هغه پروړاندې اقدامات وکړي.

د پاکستان د اساسي قانون هغه برخه وايي چې د پارلېمان د غړي منتخبېدو لپاره د نوماندانو "صادق او امین" کېدل اړین دي.

انتخاباتي کمېشن د های کورټ له امر سره سم قضیه پرمخ یوړه. د واوډا وکیل په وروستۍ اورېدنه کې د هغه د زېږون سند (سرټېفېکټ) انتخاباتي کمېشن ته ورکړ چې پکې راغلي چې واوډا په امریکا کې زېږېدلی وو او په دې ډول د هغه هېواد تابعیت لري.

تر هغې وروسته کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې د هغه د نااهلۍ په اړه خپله فیصله محفوظه کړې وه.

XS
SM
MD
LG