د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نړیوال مشران دې د نجونو تعلیم ته مخ واړوي"


د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر نړیوالو مشرانو غږ کړی چې د کډوالو په کېمپونو کې دې نجونو ته د تعلیم موقعې برابرې کړي چې هغوی له مزدورۍ او په کم عمر کې له ودونو څخه وژغورل شي.

نوموړې دا بیان د سېشنبې په ورځ پر داسې وخت ورکړی چې یوه اوونۍ وروسته ملګري ملتونه په نیویارک کې د کډوالو په اړه لومړنۍ غونډه کوي.

یوسفزۍ په بیان کې ویلي، تعلیم د انسان ژوند بدلولای شي نو په کار ده چې له نجونو سره د خواخوږۍ پر ځای عملي اقدام وشي او ورته تعلیم ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له اټکل سره سم، دا مهال په نړۍ کې څه د پاسه ۲۱ میلیونه خلک کډوال دي چې پکې نیمايي یې ماشومان او بیا په هغو کې زیاتره نجونه دي.

یوسفزۍ پر مرستندویه هېوادونو ټینګار کړی چې د دې ماشومانو د تعلیم لپاره دې تر ۲۰۱۹ز کاله شاوخوا درې اربه یا میلیارده امریکايي ډالرو مرستې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG