د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال په ستونزو کې ستنېږي


Pakistan (September 05, 2016): The United Nations Voluntary Repatriation Centre (VRC) established for Afghan refugees in Peshawar's Chamkani area is the only repatriation centre where all the refugees from Pakistan go.
Pakistan (September 05, 2016): The United Nations Voluntary Repatriation Centre (VRC) established for Afghan refugees in Peshawar's Chamkani area is the only repatriation centre where all the refugees from Pakistan go.

د څمکنو مرکز کې افغان کډوال وايي، دوی د مرکز دننه او پر سړک په ګنټو ګنټو انتظار کوي او په سخته ګرمۍ کې په اوږدو قطارونو کې ولاړ دی.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو چارواکی وايي، د پېښور له څمکنو مرکزه د تورخم له لارې تر اوسه څه باندې یو لاک افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي. نوموړي هیله وښودله چې تر لوی اخترپس به دغه شمېره نوره هم زیاته شي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې چارواکي قیصر خان اپرېدي په وینا له جولایي میاشتې د کډوالو تګ تیز شوی دی او د پېښور له څمکنو مرکزه روزانه پنځه یا پنځنیم سوه کورنۍ خپل وطن ته ځي، نو ځکه په دغه مرکز کې خلک او په خصوصي توګه ماشومان او ښځې له ستونزو سره مخامخ دي. د نوموړي په وینا ډېر زر به نوښار ازاخېلو کې دوی د یو بل مرکز پرانستنه وکړي.

خو بیا د څمکنو مرکز کې افغان کډوال وايي، دوی د مرکز دننه او پر سړک په ګنټو ګنټو انتظار کوي او په سخته ګرمۍ کې په اوږدو قطارونو کې ولاړ دی. د دوی په وینا د اوبو څکلو او سر پټولو لپاره هم څه خاص انتطام نشته.

د چارواکیو په وینا دوی کډوالو ته وايي، چې له مخکې دې د رجسټریشن مرکز کې خپل نوم ولیکي او بیا وروستو دې د خپلو کډو سره دغلته راځي ،نو نه دوی ته او نه به کارمندانو ته مسله وي. دغه شان له ټل سیمې راغلی یو سپینږیری کډوال وايي چې هغه د تېرو ۳۵ کالو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، وطن ته په ستنېدو خوشاله دی، خو هلته هېڅ کور یا جاییداد نه لري.

د یادونې ده چې د پاکستان، افغانستان او یو اېن اېچ سي آر تر یو لاسلیک لاندې په پاکستان کې افغان کډوالو استوګنې د سږ کال یودېرشم ۳۱ دسمبر پورې غځولې ده.

او دغه شان د پاکستان حکومت ټول غیر رجسټر او په ناقانونه توګه استوګنو افغان کډوالو ته تر نومبر میاشتې خپل وطن ته د ستنېدو نېټه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG