د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د پاکستان میشتو افغان کډوالو موده نوره وغځوله


د پاکستان وفاقي کابينې د افغان کډوالو موده د ۲۰۱۷متر مارچ میاشتې پورې د غځولو منظوري ورکړې ده.

نن د جمعې ورځ په اسلام اباد کې د وفاقي کابينې غونډې ته وزير اعظم نواز شريف وویل چې افغان کډوال [زموږ ميلمانه] دي او کله به هم هېچا ته اجازه ورنکړي چې هغوی وځوروي.

د وزير اعظم وينا وه چې د افغان کډوالو ستنولو منصوبه به داسې جوړوي چې د پولو دواړو غاړو اوسېدونکیو وګړو په ذهنونو کې یوڅه منفي تاثر رانشي.

وزير اعظم د سيفران وزير او د قامي ګوندونو مشرانو ته هدايات وکړ چې د افغان کډوالو د مسلو په اړه دې د افغان کډوالو چارواکو سره وویني او خبرې اترې دې ورسره وشي.

د کابينې په غونډه کې ديامر باشا ډېم، ملکي سلامتۍ او پر نورو منصوبو هم مهمې فيصلې وشوي. وزير اعظم د باشا ډېم لپاره د ځمکې منظوري او د معاوضې ادايګۍ منظوري هم ورکړه.

وزير اعظم نواز شريف ويل چې په ملک کې د توانايي ضرورتونو پوره کولو لپاره د هایډل پراجېکټس شروع کېږي او له دې منصوبو به د سيلاب په خطرونو قابو وموندل شي.

XS
SM
MD
LG