د لاسرسي ځای

تازه خبر

راحیل شریف: د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه اخیستل شوي


د پاکستان د پوځ مشر وايي، د ضرب عضب عملیاتو مقاصد دوی ترلاسه کړي او اوس د ترهګرو د ملاتړو پرضد کاروايي روانه ده.

جنرال راحیل شریف د پاکستان د دفاع ورځې په مناسبت جوړې شوې یوې غونډې کې تېره شپه وویل چې په ټول ملک کې د ترهګرو خلاف نولس زره موثره پوځي عملیات ترسره شوي چې په پایله کې يې د حکومت واک په هره برخه کې پر ځای شوی دی.

« د ضرب عضب عملیاتو له پیل راهیسې زموږ ځواکونو په ټول ملک کې د نولس زرو عملیاتو په ترڅ کې پر ترهګرۍ قابو موندلې ده. د بریاوو په دې لوی سفر کې، له پوځ سره رینجر ځواکونو، ایف سي ، پولیس او لیویز ځواکونو بې شمېره قربانۍ ورکړي دي. زموږ استخباراتي ادارو د دغو بریاوو په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې ده.»

جنرال راحیل شریف دا هم وویل چې پاکستان په افغانستان کې خپل رول په رښتوني ډول ادا کوي او سوله ییزه افغانستان د پاکستان لپاره هم ګټور دی.

د پاکستان د پوځ مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې افغانستان وايي، په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د برید طرحه په پاکستان

کې جوړه شوې وه او پاکستان اوس هم د افغانستان پرضد جنګیدو ته وسله والې ډلې حمایه کوي.

XS
SM
MD
LG