د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ پېښو رپوټ


کوټه کې ځانمرګي بم برید لسګونه وکیلان او ولسي وګړي ووژل.
کوټه کې ځانمرګي بم برید لسګونه وکیلان او ولسي وګړي ووژل.

د امريکا داخله چارو وزارت په یوه خپاره شوي رپورټ کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۴ م کال په پرتله په ۲۰۱۵م کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۴۵ فیصده کمی راغلی وو.

د رپوټ له مخې په۲۰۱۵ م کال په پاکستان کې په مجموعی توګه د ترهه ګرۍ ۱۰۰۹ حملې شوې چې په ۲۰۱۴ م کال کې یې شمېر۱۸۳۲ وو. په پورټ کې راغلي چې په کال ۲۰۱۵ کې په شویو حملو کې ۱۰۸۱ کسان وژل شوي دي خو په ۲۰۱۴ م کال کې له دغه ډول بریدونو ۱۷۴۶ کسان وژل شوي ول او دغه ډول په وژنو کې هم ۳۹ فيصده کمی راغلی دی۔ خو بل خوا په رپورټ کې دا هم ويل شوي دي چې که يو خوا په پېښو کې کمی راغلی د مړينې شرح پکې زياته ده او په هر برید کې زيات کسان وژل شوي دي.

د دفاعي چارو کار پوه ريټایرډ بريګيډيېر سعد وايي که څه هم د ترهه ګرۍ پېښې کمې شوې دي خو وسله وال اوس هم تر يو پلان کاروايانې کوي چې مړينه پکې زياته شي.

(يو خو پر قامي تګلاره (نېشنل اېکشن پلان) لاسپورې کول ضروری دی۔ او بيا په هغه کې په خصوصي توګه چې په فاټا اصلاحاتو، مدرسو اصلاحاتو او د وسله والو ډلو پر پانګه غونډولو بندیز په اړه پر مختګنه وي شوی نو له دې سره ترهګرو ته سهولت کار په آسانۍ سره میلاوېږي هغوی ته په آسانۍ سره فنډ میلاوېږي۔ او هم دا شان د کاروايانو لپاره هغوی ته پټ خوندي ځايونه ورکول کېږي نو پر دغه بندیز لګول پکار دی او تر څو چې د افغانستان پر ځمکه ترهګرې ډلې موجودې وي او اهلته امن نه وي راغلی نو په پاکستان کې هم مکمل امن نشي راتلی.)

د رپورټ تر مخه که يو خوا په پاکستان کې حملې کمې شوې دي نو بل خوا په افغانستان کې په۲۰۱۵ کې د ترهه ګرۍ په پېښو کې ۱۲۷ فيصده زياتوالی راغلی دی۔ یوازې د فرورۍ په مياشت کې ۸۸ او په مې میاشت کې ۲۰۰ حملې شوې دي چې د خلکو مړینې شرح ۷۴فیصده ته لوړه شوې ده.

د سيمه ييز چارو کار پوه خادم حسين وایي،پاکستان او افغانستان دواړه ملکونه له ډېرې مودې راهیسې له ترهه ګرۍ سره مخامخ دي او په دواړو هېوادونو کې اوس هم د وسله والو ډلو بشپړ جالونه موجود دي نو د دې د ختمولو لپاره به نه صرف استخباراتي نظام مضبوطول وي بلکې دواړو ملکونو ته به په اتفاق او اتحاد سره د دې د مخنيوي لپاره ګامونه هم پورته کول وي.

(زما په خيال د دواړو ملکونو تر مينځ د شخصي مليشيا استعمال که د يو بل له ځمکې ختم شو او که د دواړو ملکونو تر مينځ د سلامتۍ اتحاد وشو۔ او د سلامتۍ په پاليسو کې خپل تر مينځ مشترکه نقطې ولټول شي او د جنګ پرځای د معيشت او اقتصاد لوظنامې لاسلیک شي نو زما دا يقين دی چې داسې به د دواړو اعتماد بحال شي او د دواړو هېوادونو تر مينځه چې کوم د يو بل پر ضد منفي فکر دی هغه به ختم شي۔ د ترهګرۍ بشپړ جال لپاره به ځای لنډ تنګ شي او هغوی به عمليات نشي کولی۔ نو بيا دا امکان کېدلای شي په دواړو هېوادونو کې به ترهګر عمليات کم شي۔)

د رپورټ له مخې په ۲۰۱۵ کال په ۹۲ هېوادونو کې ترهګرې حملې شوې دي چې پکې ۵۵ فيصده حملې په پاکستان، هند، عراق،نایجېريا او په افغانستان کې شوې دي.

د رپورټ له مخې په نړيواله کچه د ترهګرۍ شرح کې کمی په پاکستان عراق او نایجېريا کې په ترهګرو حملو کې د کمي له وجې راغلی دی.

د رپورټ شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۵ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۱۷۷۴ ۷۴ د ترهګرۍ حملې شوې دي، چې پکې ۲۸۳۰۰ کسان وژل شوي او ۳۵۳۰۰پورې کسان ژوبل شوي دي۔

XS
SM
MD
LG