د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان د ښو او بدو ترهګرو پاليسي نه ده پريښي."


د لشکر طيبه ډلې بنسټ ايښودونکی حافظ سعيد او د ځينو مذهبي ګوندونو مشران غړي
د لشکر طيبه ډلې بنسټ ايښودونکی حافظ سعيد او د ځينو مذهبي ګوندونو مشران غړي

په داسې حال کې چې د پاکستان وزيراعظم او پوځي چارواکو يو ځل بيا ادعا وکړه چې پاکستان کې فعالو ترهګر يې ځپلي دي خو د ځينو سياستوالو په خبره په دې وروستيوو کې بريدونو وښوده چې ترهګر لا هم قوي دي.

د پاکستان زياتره سياسي ګوندونه وايي د پوځ او ولسي حکومت دا ادعاوې بې بنياده دي چې د ترهګرو ملا يې ماته کړې ده. د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وايي که دا خبره رښتيا وای نو وسله وال به په لويو ښارونو کې وسله والو بريدونه نه کولی.

((زموږ د پوځيانو وياند اعلان کړی دی چې ترهګري ختمه شوه. خو په دې وروستيوو کې کويټه او مردان کې خونړي بريدونه د دې څرګندونه کوي چې ترهګر لا هم فعاله دي.))

په کوم سحر چې وسله والو په پيښور او مردان کې په حملو کې ۱۷ کسان ووژل او لسګونه يې ژوبل کړل هم په دغه شپه د پاکستان وزيراعظم وويل چې د ترهه ګرو ملا يې ماته کړې او د پوځ د محنت او قربانيېو له کبله ترهګر له شکست سره مخ دي.

تر دې لږه شېبه مخکې د پوځ وياند لفتننټ جنرل عاصم باجوه هم دا قسمه څرګندونې وکړي. هغه وويل چې په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو په ترسره کولو سره يې پيښور او نورې سيمې خوندې کړې دي.

پر پاکستان تور لګول کيږي چې د ترهګرو د ځپلو پاليسي يې ځکه سمه نه ده چې لا هم هغه وسله وال ښه ګڼي چې افغانستان او کشمير کې بريدونه کوي خو هغوی بد بولي چې پاکستان کې ترهګري کوي.

د افغان طالبانو د وژل شوي مشر، ملا اختر محمد منصور پاکستانی شناختي کارډ
د افغان طالبانو د وژل شوي مشر، ملا اختر محمد منصور پاکستانی شناختي کارډ

د عوامي نيشنل ګونده يوه مشره، بشرا ګوهر وايي تر څو چې دغه پاليسي نه وي ختمه شوي تر هغې به پاکستان کې امن رانه شي.

((افغانستان کې موږ لا هم د ستراتيژيکې ژورتيا پاليسي نه ده ختمه کړي. په ترهګرو کې فرق کوو. دا پخپله يوه ځانمرګي پاليسي ده. وسله وال مو په ښو او بدو تقسيم کړې نو څنګه به امن راشي؟))

پاکستان دا نه مني چې ترهګر يو شان نه ځپي. حکومتي چارواکو بيا بيا ويلي چې په پوځي عملياتو کې يې ټول وسله وال يو شان هدف ګرځولي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د پاکستاني ځواکونو په عملياتو کې د حقاني شبکې، افغان طالبانو او يا هم کشمېر کې جنګېدونکو وسله والو کوم قوماندان نه دی وژل شوي.

له باجوړ څخه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حکمران ګوند مسلم ليګ (ن) غړی شهاب الدين خان وايي د ټولو وسله والو په خلاف يو شان ګامونه اخيستل اسان کار نه دی.

هغه مشال ريډيو ته وويل: ((د حکومت مجبوري او کمزوري دا ده چې که د ټولو وسله والو ډلو پرضد بغير له توپيره عمليات پېلوي نو ځنې طالب پلوه ډلې به په ملک کې اړې ګړې جوړ کړي.))

XS
SM
MD
LG