د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: روس په ټاکنو کې لاسوهنه کړې خو اثر یې نه وو


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د خپل هېواد د استخباراتي ادارو هغه نتیجې مني چې وايي، روس د امریکا د ۲۰۱۶م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ده په طرفدارۍ لاسوهنه کړې ده خو زیاتوي د روس دغه عمل د انتخاباتو په نتیجو هېڅ اغېز نه دی کړی.

د ولسمشر ټرمپ بیان د سېشنبې په ورځ له هغې وروسته مخې ته راغلی چې پر هغه د خپلو اتحادیانو او ناقدینو لخوا له روسي ولسمشر ولادیمیر پوټن سره په سر مشریزه کې د هغه په کار تنقیدونه وشو.

هغه په هیلسینکي کې د خپل هغه بیان هم پر شاه شوی دی چې پکې ویلي وو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسي مداخلت هېڅ دلیل نه ویني.

د سېشنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ وویل چې د هغه مطلب دا وو چې د دې خبرې څه وجوهات نه ویني چې روس دې په انتخاباتو کې مداخلت نه وي کړی.

نوموړي زیاته کړه چې هغه د امریکا په استخباراتي ادارو پوره یقین لري او مرسته یې کوي.

ولسمشر ټرمپ د سېشنبې په ورځ دا هم وویل چې انتظامیه به یې د امریکا د ۲۰۱۸ م کال د پارلېماني انتخاباتو په ترڅ کې د مداخلې د کوښښنو پرضد سخت ګامونه اوچت کړي.

د ولسمشر ټرمپ دا خبرې له هغې سم دستې وروسته مخې ته راغلي چې په سېنېټ کې د ريپبلکن ګوند مشر مېچ مېکونېل د امریکا د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې روس ته د مداخلت نه کولو خبر داری ورکړ. او وې ویل دا ممکنه ده چې سېنېټ په روس د نورو اضافي بندیزونو لګولو لپاره قانون سازي وکړي.

له دې نه وړاندې ولسمشر ټرمپ په ټویټر ویلي وو، له ولسمشر پوټن سره یې په هیلسېنکي کې ملاقات د تېرې اونۍ په برسلز کې د ناټو هېوادونو له مشرانو سره تر لېدنې زیات ګټور وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG