د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ولسمشر ټرمپ له خپل روسي سیال پوتین سره ولیدل


پراګ - د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندوینه کړې چې واشنګټن او مسکو به بالاخره ((فوق العاده تعلق جوړ کړي)) او باوري دی چې له روسیې سره اړیکي پالل خراب نه بلکې ښه کار دی.

دا خبره نوموړي د جولای پر ۱۶مه د فېنلینډ په هېلسېنکي کې له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د لیدو پر وخت خبریالانو ته وکړه او بیا دواړه مشران له خپلو ژباړونکو سره د خبرو کوټې ته ننوتل.

دا شاوخوا یو نیم کال مخکې د ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته له پوتین سره د هغه لومړۍ رسمي غونډه ده.

پوتین خبریالانو ته وویل، له ټرمپ سره یې څو ځلې په ټېلېفون خبرې کړې دي خو اوس به پر دوه اړخیزه اړیکو او پر ځېنو نړیوالو مسلو جامع بحث وکړي.

تېره اوونۍ ولسمشر ټرمپ په برتانیا کې خبریالانو ته ویلي ول چې له روسي ولسمشر سره به د اوکراین او شام پر شخړو، د ایران پر اټومي پروګرام او په ۲۰۱۶ز کال کې په امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د تورونو په اړه وغږېږي.

د روسي ولسمشر دفتر هم شاوخوا همدا موضوعات یاد کړي خو زیاتوي چې د خبرو مشخصه اجنډا نه ده معلومه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو هم په هېلسېنکي کې له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره ویني.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې یا اتوار پر شپه فېنلینډ ته ورسېد.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG