د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوټبال نړیوال جام فرانسې وګاټه، هېلمندیانو لوبه پر لویه پرده ولیده


د لښکرګاه په لوبغالي کې خلک د فوټبال پایلوبه ویني
د لښکرګاه په لوبغالي کې خلک د فوټبال پایلوبه ویني

لښکرګاه - د افغانستان په هېلمند ولایت کې د لښکرګاه اوسېدونکو د فوټبال د نړیوال جام وروستۍ لوبه په ګډه وکتله.

د لښکرګاه ګڼ اوسېدونکي، په لومړي ځل، یوه وړوکي لوبغالي ته ورغلي ول او هلته یې پر لویه پرده لوبه ولیده.

په هېلمند ولایت کې د فوټبال لوبه کېږي، خو کرکټ پکې ډېر مینه‌وال لري.

د فوټبال پایلوبه

د فوټبال د نړیوال جام پایلوبه د جولای پر ۱۵مه په مسکو کې وشوه چې فرانسې وګټله.

د سیالۍ په لومړۍ نیمايي برخه کې د فرانسې لوبډلې دوه ګولونه وکړل او د کروېشیا هغه یوازې د یوه ګول په کولو وتوانېده.

د فرانسې لوبغاړي بریا لمانځي
د فرانسې لوبغاړي بریا لمانځي

په دویمه نیمايي برخه کې د فرانسې لوبغاړو دوه نور ګولونه وکړل.

د سیالۍ په وروستیو ۱۵ دقیقو یا منټونو کې کروېشیا یو بل ګول وکړ او بالاخره لوبه فرانسې د دوو په مقابله کې په څلورو ګولونو وګټله.

د پایلوبې لیدو ته د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون او د هغه کروېشیايۍ سیاله کولېندا ګربار کېتارووېچ هم لوژنیکي لوبغالي ته ورغلی ول.

ورسره د کوربه روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم هلته وو.

د روسیې، فرانسې او کروېشیا ولسمشران د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې
د روسیې، فرانسې او کروېشیا ولسمشران د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې

تر دې مخکې د شنبې یا خالي پر ورځ (د جولای ۱۴مه) د نړیوال جام د درېیم مقام لپاره انګلستان او بېلجییم سره مخامخ ول.

هغه لوبه بېلجییم وګټله.

د فوټبال نړیوال جام هر څلور کاله وروسته کېږي او ټاکل شوې چې په ۲۰۲۲ز کال کې به دا سیالۍ په قطر کې وشي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د کرزي په نوم د فوټبال لوبغالي ته ورغلی دی چې بشپړ راپور یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:16 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG