د وژل شويو وکيلانو د کورنيو اختر څنګه وو؟ د مشال راډيو د اختريزو خپرونو په لړ کې يو ساعته ګړۍ په کوټه او مردان کې وژل شویو وکیلانو ته ځانګړې شوې ده. د کوټې په بريد کې ۶۰ او د مردان په حمله کې درې وکيلان وژل شوي وو. دا چې د کورنيو اختر يې څنګه دی؟ په دې اړه مشال راډيو د وژل شوي وکيل ضياوالدين اغا له پلار عبدالرب اغا، د ايمل وطنيار له پلار تاج وطن دوست، د بازمحمداېډوکيټ له خور ساره خان، د عطاوالله اېډوکيټ له ورور بسم الله خان، د وکيلانو نږدې ملګري حسين اغا او د مردان وکيلانو اتحاديې مشر امير حسين اېډوکيټ سره خبرې کړې دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا د چارشنبې ورځ هند ته د خپل سفر پرمهال د هغه هېواد له وزیر اعظم نریندرا مودي سره وګوري او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پر نویو لارو به خبرې وکړي.
نن د لوی اختر پر لومړۍ ورځ به حاجيان سعودي عربستان په منی کې شيطان په کاڼو ولي، قربانۍ به کوي، د سر ويښته به خریي او په ساده کالیو کې به طواف کوي.
ملک امين الله اېډوکيټ دوه ځله له ځانمرګې بريده ژوندی راوتلی دی او دغه دواړه بريدونه د اګست په اتمه نيټه شوي البته د کېدو کلونه يې بېل دي.
د وژل شوي وکيل عطاالله خان ماشومان په مرګ هم پوهېږي او د مرګ په درد هم. دوی د خپل پلار په وينو سور او شليدلی قميص په سينه پوري نېولی ګرځوي.
د فاټا ښځینه غړي وايي، چې په اصلاحاتي سپارښتونو خبرې اتري روانې دي نو پکار ده چې د دې وخت نه فایده تر لاسه کړل شي او ښځینه په دې ټولو مرحلو کې برخه وګرځول شي
د څمکنو مرکز کې افغان کډوال وايي، دوی د مرکز دننه او پر سړک په ګنټو ګنټو انتظار کوي او په سخته ګرمۍ کې په اوږدو قطارونو کې ولاړ دی.
د سوات ضلعي انتظاميې او د خوارک محکمې په ګډه په مېنګوره کې د غير معياري پاپړو او چپسو کارخانې تړلې دي او د هغوی پرضد يې مقدمې درج کړي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې له شپیتو تر اتیا فیصده نجونې په زور تر وخت مخکې واده شوي چې دې کار د هغوی د پرمختګ،تعلیم او ارامه ژوند مخه نیولې.
د قبایلي سیمو ولس وايي، که څو هم راتلونکې نوي قانوني بدلون ته خوشاله دي، خو نه دي خبر چې دغه بدلون به له موجوده اېف سي آره څومره بدل وي.
بېګا ماسخوتن د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې تر پوځي انتظام لاندې په کرنل شېر خان کېډیټ کالج کې له ناسم خوراک څښاک څخه په لسګونو ماشومان ناروغه شوي دي. د صوابۍ ډپټي کمېشنر مطيع الله مشال راډېو ته وويل چې ۱۵۰ ماشومان له ناسم خوراک څښاکه اغېزمن شوي دي خو د بيړنيو مرستو ادارې (ريسکيو ۱۱۲۲) ویاند بلال فيضي مشال رېډيو ته وويل چې نزدې ۵۰۰ ماشومان يې هسپتالونو ته منتقل کړي دي. له پيښوره د ځلاند يوسفزي راپور
د خېبر پښتونخوا په نيمه قبايلي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله واله طالبانو ترمنځ نښته کې يو وسله وال وژل شوی او يو عسکر ټپي شوی دی. يوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن( شنبه) مشال راډيو ته وويل چې نښته د ټانک او لکي مرت په منځ کې پرته سيمه تور کاړ کې هغه وخت وشوه کله چې امنيتي ځواکونو د طالبانو قومندان اسد بېټڼي پر ځای چاپه ووهله. پردې موقع نښته وشوه چې تر دوه ساعتونو يې دوام وکړ. دغه چارواکی زياتوي، په نښته کې يو طالب ووژل شو او دوه ټپيان شول. نوموړي د يوه عسکر د زخمي کېدو تصديق هم وکړ. خو د اسد بېټڼي مسول طوفان بېټڼي نن له مشال راډيو سره په خبرو کې و منله چې يو ملګری يې وژل شوی خو دعوه يې وکړه چې په نښته کې يو عسکر هم وژل شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته