پښتانه د امن ملګري دي؟ پښتانه تشدد ته مایله دي؟ د پښتنو کلتور د امن ضمانت دی؟ د پښتنو کلتور په دې سیمه کې د بېقرارۍ بنیادي وجه ده؟ دا او دې ته ورته ډیرې داسې پوښتنې دي چې ځوابونه غواړي. په بریتانیه کې میشت لیکوال ذاکرحسین وايي ــــ تر ټولو وړاندې دا خبره مهمه ده چې د کلتور بنیاد اقتصاد یا پیداواري هلې ځلې وي او په موجوده وخت کې پښتانه خپل اقتصاد نه لري. په اسلام اباد کې مېشت لیکوال خان زمان کاکړ بيا وايي، د پښتنو کلتور د هغه تضاداتو مجموعه ده چې د دوی د تاریخي او سیاسي مزل په نتیجه کې مخې ته راغلی دی، د هغه په وينا، کلتور یوازې موسیقۍ، اتڼونو او یا د ځانګړي ډول جامو اغوستو ته نه وايي. په جرمني کې مېشت څېړونکی او لیکوال علي خان محسود بیا وايي چې پښتانه مرکزیت نه لري نو له دې کبله نه د دوی کلتور وده وکړه او نه اقتصاد. نوموړې وايي، کلتورونه بدليږي او پښتانه بايد د نوي دور غوښتنو ته ځواب ووايي. په داسې حال کې چې د پښتنو سیمه د لسیزو راهیسې د جنګ او بیقرارۍ په لمن کې ده نو ایا د پښتنو څه کلتور پاتې شوې هم دی او که نه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې لیکوال او شنونکی ډاکټر خادم حسېن وايي چې د تاریخ په دې مزل کې نه یوازې دا چې د پښتنو کلتوري تسلسل مات شوی دی بلکې د دوی پر تخلیقي صلاحیتونو هم بندیزونه لګېدلي دي. بشپړ راپور لاندې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ چې شاهين بونېری يې وړاندې کوي.
که څه هم د شمالي کارولینا په شارلوټ کې ګرځبندیز لګیدلی دی خو لا هم سلګونه کسان د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي د وژنې په غبرګون په سړکونو پاتې دي.
د پاکستان حکومت وایي، د نیویارک او نیوجرسي د وروستیو پېښو د شکمن احمد خان مېرمن افغانه ده.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او د افغانستان د سولې عالي شورا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو. دواړو لورو منلې ده چې د ګلبدین حکمتیار او د هغه د ډلې د یو شمېر نورو کسانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور لېسته لیرې کېږي، بندیان به خوشې کېږي او د اسلامي حزب غړي به له جګړو لاس اخلي. په پيښور کې د سيمه ييزو چارو کارپو رحيم الله يوسفزۍ دا يو ښه ګام بولي خو نوموړی وايي حزب اسلامي په نظامي توګه دومره پياوړې نه ده او نه هم په افغان طالبان دومره اغيز لري چې له افغان دولت سره يې د سولې خبرو ته کينوي. حزب اسلامي څنګه په وجود کې راغله او په دغه سيمه کې يې څه رول پاتې شوی په دې اړه رحيم الله يوسفزي د مشال راډيو خبریال اسرار عالم مومند ته وويل.
عوامي نېشنل ګوند د چين ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې پرضد د اکتوبر په څلورمه نېټه په ټول پاکستان کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی. د شورو/چارشنبې ورځ د اې اېن پي مشر اسفنديار ولي خان په پېښور کې يوې خبري غوندې ته په خپلو څرګندونو کې وويل چې په اقتصادي راهدارۍ کې دې پښتونخوا ته خپله برخه ورکړل شي. د کاشغر - ګوادر اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه د ملتپاليو ګوندونو دريځ دی چې دوی پکې له پامه غورځول شوي دي او د پاکستان په وفاق کې واکمن مسلم ليګ (ن) حکومت د منصوبې لویه برخه پنجاب صوبې ته اړولې ده. د خالد خان راپور
ولسمشر اوباما د هغو افغانو نجونو د زړورتیا ستاینه وکړه چې په دې هېواد کې له روان تشدد سره يې ښوونځي ته تګ نهدی بند کړی او تعلیم يې غوره ګڼلی دی.
د پاکستان وزیراعظم وايي، دوی هیلمن دي چې امریکا به د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ د شخړو په هوارولو کې خپل رول ولوبوي. نوازشریف چې د ملګرو ملتونو په کلیزه سرمشریزه کې د ګډون لپاره په نیویارک کې د دوشنبې په ورځ یې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره یې د لیدلو پرمهال دغه څرګندونې کړې دي. په دې موقع شریف له کېري وغوښتل چې د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه کولو لپاره دې خپل رول ولوبوي. د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې وزیراعظم نوازشریف په دې سربیره جان کېري د ترهګرۍ پرضد د خپل هېواد له هڅو هم خبر کړ او په ځانګړي ډول د ضرب عضب په نامه د عملیاتو لاس ته راوړنې یې ورسره شریکې کړې. وزیراعظم نوازشریف به نن(سېشنبه) د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته وینا هم کوي او اټکل دی چې نوموړی به د کشمیر موضوع هم راپورته کړي. په دې اړه دغه لاندې غږ اورېدای شئ.
د روسیې وزيراعظم دیمیتري مېدوېدېف د رایورکولو مرکزونو له بندیدو وروسته د يوموټي روس ګوند پلویانو غونډې ته په وینا کې د خپل ګوند د بريا خبر ورکړ
له امو نه تر اباسینه دا ټوله خاوره ــــــ دا ټول غرونه، سیندونه، ورشوګانې او ګودرونه ــــــــ له امیرکروړه تر باچاخانه د خپلواکۍ ټول اوازونه ــــــــ د میوند له ملالې تر سوات د ملالې د قربانۍ او ننګ ټول داستانونه ــــــــــ تر ۵۰ ملیونه نه د ډیرو خلکو په زړونو کې راولاړ شوي ټول دردونه ــــــ ټول ارمانونه......
ریچرډ اولسن د سنا بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، ترڅو چې پاکستان په خپله تګلاره کې پرېکنده بدلون نه وي راوستی د ترهګرۍ پرضد به د دغه هېواد مبارزه بریالی نهشي.
د کانګو ناروغۍ په باب د مشال راډيو خبریال سیراج ظهیر د مردان باچاخان میډیکل کالج کې پروفېسر او د مردان مېډیکل کمپلېکس هسپتال له ډایریکټر ډاکټر امیر خان سره مرکه کړې.
د ارسلا خان کاکړ روښتوني خلک خوښ وو خو د ملګرو نه خفه کولو لپاره به یې خپل غمونه او پرېشانۍ پټولې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته