د شاعرۍ په اړه مې مخکې پر خپل فېسبوک پاڼه ځینې پوسټونو کړي ول، ځینو ملګرو په زړه اخیستي ول او خپه شوي ول، نن به د شعر او شاعرۍ په ګټو لږ څه وليکم.
د پاکستان چيف جسټس جسټس انور ظهير جمالي د کوټې پېښې له خپلې مخې ګروږنه (از خود نوټس) اخيستی دی او د حکومت لخوا د پېښې په ورځ او تر هغې ورستو د اغېزمنو ګامونو په نه پورته کولو خپګان ښودلی دی۔ نوموړي په یوه امر کې د بلوچستان چيف سيکرېټري، اېډوکېټ جنرل او آی جي بلوچستان يې د ستمبر په ۲۰مه نېټه د ورغوښتي دي. د اګست میاشتې پر اتمه نېټه د کوټې په لوی روغتون کې پر وکیلانو ترسره شوي ځانمرګي بم برید ۷۴ تنه ووژل چې ډېری یې وکیلان ول او تر سلو زیات ژوبل ول. نور حال د رفعت انجم په راپور کې
په قبایلي سیمو کې دوه نیمې میاشتې وروستو هم د انټرنېټ ۳جي او ۲جي سرویس بحال نه کړل شو. د دغه اسانیتاویو بندښت د قبایلي سیمو زده کوونکي یا د نوکریو لټونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د شاهنواز ترکزي راپور
د ارواښاد پروفیسر رحمت الله درد د مړينې درد په لږه شېبه کې پر ټولنيزه رسنۍ فېسبوک خپور شو او د علم او ادب سره تړلیو پښتنو یې پر مړینه خپګان ښودلی.
له تيري څه مودې راهيسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډېورنډ کرښه په وار وار تړل شوې ده چې تازه مثال يې د چمن او سپین بولدک لارې بندول دي. لارې ولې تړل کېږي، پر سوداګرۍ او عادي خلکو يې اغېز څه دی او د کرښې تړلو پرته د ستونزو بل حل څه کېدای شي؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د کابل لپاره د پاکستان له پخواني سفير رستم شاه مومند، په کابل کې د شخړې او سولې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي او په چمن کې د سوداګرو د اتحاديې له مرستيال مشر حاجي عبدالغني سره څېړل شوې دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن او سپين بولدک لاره له تېرو دوو هفتو راهيسې بنده ده چې له وجې يې دواړوو خواوو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې شوي. له دغه ځايه د مشال ريډيو همکار ايوب ترين رپورټ لري.
د غير حکومتي ادارې پاک افغان ولسي تړون مشر عالمزيب خان وايي، په ۱۹۷۰ مه لسيزه کې د پښتون زلمي ترسيوري لاندې د پښتنو ځوانانو وسله والې مبارزې هېڅ نتيجه ورنکړه بلکې برعکس يې ګټه د پاکستان پوځ ته د مارشلا لګولو په بڼه کې ورسېدله. عالمزيب خان ددې وسله والې مبارزې يو له مهمو مشرانو و او ترڅه دپاسه څلوېښت کلونو پوري يې عملي سياست کړی دی. نوموړی د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه د مشال مرکه کې مېلمه و. عبدالحي کاکړ په سر کې له عالمزيب خانه د هغه د زوکړې نېټه اوځای پوښتلی دی؟
د کوریډور فرنټ مشر ډاکټر سیدعالم محسود د خېبرپښتونخوا په صوبايي حکومت تور لګولی چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره یې د زمکې په ورکولو د دې صوبې د خلکو سره دهوکه کړی ده.
په داسې حال کې چې افغانستان کې له تېرو څلور لسيزو راهيسې روانې جګړې لا هم په زور کې دي، څيړونکی او سياستوال غفور ليوال وايي سياستوال بايد د مادي ګټو پر ځای انسان او انسانيت ته په پام سياست وکړي. د دې خبرې د تشريح لپاره ورسره بشير ګواښ مرکه کړي.
غفور ليوال د مشال ريډيو همکار بشير ګواښ سره د خپل نوي کتاب (افغانستان او انسان محوره سياست) په اړه په مرکې کې زياته کړه چې افغانستان کې د روانو جګړو پر مهال له بل هر وخته د دې خبرې اړتيا ډېره شوې چې سياستوال د قومي، ژبني او مذهبي ګټو پر ځای د انسانيت او انسانو په نظر کې نيولو سره خپل سياست وکړي.
د خيبر پښتونخوا حکومت د نهم ټولګي په يو کتاب کې د پښتون مبارز کالو خان په اړه مضمون ليري کړی دی. د مدني ټولنو ځينو غړو پر دې مضمون نيوکې کړي وي چې د مغلو پر ضد مبارزه کوونکی، کالو خان يې د اتل پر ځای د يو غل په توګه ښودلی وو. د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير محمد عاطف خان نن مشال راډيو ته وويل چې
کله چې حکومت په خپله متحد نه وي او ډېر شدید سیاسي مخالفتونه موجود وي په هغه صورت کې په امنیتي وضعیت باندې تمرکز هم لکه څنګه چې په کار ده نه وي. په دې اساس طبعاً سیاسي مخالفتونه په امنیتي مسایلو هم منفي اغېز کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته