د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند ته د ولسمشر غني د سفر موخه


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا د چارشنبې ورځ هند ته د خپل سفر پرمهال د هغه هېواد له وزیر اعظم نریندرا مودي سره وګوري او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پر نویو لارو به خبرې وکړي.

د ولسمشر ویندوې محمد هارون چخانسوري پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل هند له افغانستان سره له سترو مرسته کوونکو هېوادونو دی او د افغانستان حکومت له هند سره د اقتصادي همکاریو لا پراختیا د ځان په ګټه ګڼي.

محمد هارون چخانسوري زیاته کړه:

"تاسو ته معلومه ده چې هند له افغانستان سره له غټو مرسته کوونکو دی او دلته یې لویي اقتصادی پروژې درلودې. لکه د پارلمان ودانۍ د افغانستان او هندوستان د دوستۍ [سلما] بند، د زرنج او دلارام سرک او د چابهار بندر چې کار یې لا هم دوام لري. له افغانستان سره د هند د سترو مرستو بسته بشپړه شوې نو ولسمشر به د نورو اقتصادي پروژو پر پيل له هندي لوري سره خبرې وکړي. خو د دې ترڅنګ به دواړه خواوې د ترورېزم ضد پر ګډه مبارزه هم خبرې کوي. "

د افغانستان حکومت په وروستیو کې له اسلام اباده غوښتنه وکړه چې هندي سوداګرو ته له افغانستان سره د تجارت لپاره په"واګه" بندر کې لار ورکړي.

کابل د اسلام اباد حکومت ته خبرداری هم ورکړ چې په غیر صورت کې به د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د تجارت لار ورته وتړي.

هندۍ خپرونې "ټایمز اف انډیا" لیکلي چې اسلام اباد ته د کابل دا خبرداری پر هغو هندي سوداګرو چې په افغانستان کې او د دې هېواد له لارې په منځنۍ اسیا کې د سوداګرۍ لويې ګټې يې په نظر کې نیولې، د "زیري" په څېر خوږ لګېدلی دی.

زیات هندي سوداګر تمه لري چې زیات مالونه یې په مناسبه بیه او لنډ وخت کې د افغانستان مارکېټونو او د دې هېواد له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ورسېږي پیداکړي.

هندي سوداګر سونیت کوچار ټایمز اف اینډیا ته ویلي چې د افغانستان له لارې به د هند تولیدات په ټوله سیمه کې نوو مارکیټونو ته اسانه او ارزانه لار پیدا کړي.

سونیت کوچار ویلي:

"پاکستان تل خپلې لارې هندي سوداګرو ته بندې کړې چې له افغانستان سره تجارت وکړي. خو د واګه بندر له پرانيستلو سره به د هند دا خوب ریښتیا شي چې خپل سوداګري مالونه د منځنۍ اسیا مارکیټ ته ورسوي. "

هند په عمومي ډول چای، سپک مشینونه او کالي افغانستان ته صادروي خو د "واګه" بندر له لارې به په کمه بیه او لنډ وخت کې زیات نور مواد هم دې هېواد او د منځنۍ اسیا مارکيټونو ته صادر کړي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي وايي، د چابهار بندر له بشپړېدو او له چینه افغانستان ته د رېلګاډي لارې له جوړېدو سره به پر پاکستان د افغان سوداګرو تکیه کمېږي.

د هندي سوداګرو لپاره د "واګه" بندر پرانیستل کېدل به د افغانستان له سوداګرو سره هم مرسته وکړي چې خپل مالونه په لنډ وخت کې هند ته ورسوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل چې دوی افغان سوداګرو ته په "واګه" کې د ترانزیټ لار ورکړې خو کابل له اسلام اباد سره د ټرانزیټ د یوه تړون پر اساس، نه شي کولای چې هندي مالونه د پاکستان له لارو وارد کړي.

خو ښاغلي حافظي ازادي راډیوته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ موافقه له نیمګرتیاوو ډکه ده .

هغه ټینګار وکړه چې پاکستان باید نړیوالو قوانینوته د خپل تعهد پر اساس په "واګه" کې سوداګرو ته لار ورکړي.

اذرخش حافظي زیاته کړه:

"موږ په‎ دې برخه کې له پاکستان سره دوه نړیوال تعهدونه لرو. یو د تجارت د نړیوال سازمان او بل د ژنیو د کنوانسیون چې په هغه کې باید د واګه بندر د ټرانزیټ او انتقالاتو لپاره د یوه او بل لپاره پرانېزو. "

په هند کې د تجارتي خونو"اندوفارین چمبرز اف کامرس" مشر بي کې بجاج هندۍ خپرونې "ټایمز اف انډیا" ته ویلي، افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او سمندر ته لار نه ‎لري، له دې امله د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو سازمان د پرېکړه‎لیک پر اساس مجبور دی چې سمندر ته لار ورکړي.

د ازادۍ راډيو راپور

XS
SM
MD
LG