د لاسرسي ځای

تازه خبر

که هغه ځل وژل شوی وای نن به مې دريم تلين و


ملک امين الله اېډوکيټ دوه ځله له ځانمرګې بريده ژوندی راوتلی دی او دغه دواړه بريدونه د اګست په اتمه نيټه شوي البته د کېدو کلونه يې بېل دي.

د اګست اتمه نيټه ده او کال دی ۲۰۱۳م.
بيا د اګست اتمه نيټه ده خو کال۲۰۱۶ م دی.

په يوه اتم اګست ملک امين الله اېډوکيټ د خپل وژل شوي ملګري د جنازې د لمانځه نيت تړي چې چاودنه کېږي. دی له دې بريده ژوندی راووت خو پکې تر ۳۰ زيات کسان ووژل شو.
خو درې کاله وروسته يو بل اتم اګست راځي او داځل ملک امين الله د کوټې په سول روغتون کې د وژل شوي وکيل بلال کاسي د مړي را اېستلو په انتظار دی چې چاودنه کيږي.

د ملک امين الله يو لاس مات دی او د يوه غوږ پړده يې پرې ده. دده په وينا، د اتم اګست نيټه دده لپاره خونړۍ او ويرجنه ورځ ده او چې هر کال د اګست اتمه نيټه راځي هغه به دده لپاره له ځانه سره وير او ماتم راوړي.

خو د ۲۰۱۶ م کال د اګست اتمې په سهار ملک امين الله له خوبه راپاڅي ، لمونځ کوي او ورځپاڼه د لوستلو لپاره را اخلي.
د ورځپاڼې په يوه څنډه کې په ۲۰۱۳ م کال کې د ده د وژل شوي دوست محب الله داوي چې پوليس افسر و، تصوير لګېدلی دی او په اردو کې ليکل شوي“ د محب الله داوي نن دريم تلين لمانځل کېږي.”
د ملک امين په ذهن کې د هغې چاودنې ټول منظر څرخي او له ځانه سره وايي، که په هغه چاودنه کې وژل شوی وای نو نن به زما د مرګ هم درې کاله پوره شوي وو.
ده اخبار ولوست، د وکالت جامې واغوستې او د عدالت ولاړ.

په کوټه کې پر وکيلانو شوي بريد کې د ۵۶ قانون پوهانو په ګډون ۷۴ کسان وژل شوي وو.
په کوټه کې پر وکيلانو شوي بريد کې د ۵۶ قانون پوهانو په ګډون ۷۴ کسان وژل شوي وو.

دی په يوه مقدمه کې دليل ورکوي چې خبر راځي چې د وکيلانو د اتحاديې پر مشر بلال کاسي باندي وسله والو ډزې کړې دي او هغه په زخمي حالت کې د کوتې سول روغتون ته رسول شوی دی.
ملک امين او په لسګونه نور وکيلان په لږ وخت کې هسپتال ته رسېږي.
ملک امین الله خپل لاس د بلوچستان های کورټ د کېدونکو ټاکنو اميدوار بازمحمد کاکړ پر اوږه اېښی او مشوره کوي چې بلال کاسي د حملې په غبرګون کې بايد څه تګلاره جوړکړل شي.
په خبرو خبرو کې بازمحمد کاکړ چار چاپيره ګوري او وايي چې دا خو ډېر وکيلان راغلي دي،خدای د خير کوي هسې نه په نښه شو.

ملک امين الله په ورځپاڼه کې د وژل شوي دوست محب الله داوي تصويروليدی چې ورسره ليکل شوي وو“ د محب الله داوي نن دريم تلين لمانځل کېږي.” ملک امين له ځانه سره وويل، که په هغه چاودنه کې وژل شوی وای نو نن به زما د مرګ هم درې کاله پوره شوي وای.

دوی خپله مشوره جاري ساتي او فيصله کوي چې خپل استازي به سنده، خيبر پښتونخوا او پنجاب ته ليږي چې هلته له وکيلانو سره تر سلا وروسته د پاکستان په کچه احتجاج پيل کړي.
باز محمد کاکړ ملک امين ته د الوتکو د وختونو د مالومولو کار سپاري.
لږ وخت وروسته چاودنه کېږي او د ملک امین تر مخ د اور يوه لمبه تېرېږي او شيبې پس ګوري چې چرته ولاړ و له هغه ځايه څو فټه ليرې په وينو کې لت پت پروت دی.
دی د راپورته کېدو هڅه کوي، پر ځان نظر اچوي چې ګوري پر بدن يې سرې ويني او غوښې پرتې دي.
په دې وخت کې ډاکټر نصيب الله زرکون را رسېږي او ملک امین ته وايي، پرېشانه کېږه مه ستا پر بدن پرتې غوښې ستا نه دي، د نورو دي.
د ملک امين الله يو لاس مات دی او د يوه غوږ پړده يې پرې ده.
دده په وينا، د اتم اګست نيټه دده لپاره خونړۍ او ويرجنه ورځ ده او چې هر کال د اګست اتمه نيټه راځي هغه به دده لپاره له ځانه سره وير او ماتم راوړي.

XS
SM
MD
LG