نن دوشنبه دګڼو نورو هېوادونو په ګډون په ټول افغانستان او پر ډیورنډ کرښه پرتو ځینو سیمو باجوړ، مومند او د خېبر پښتونخوا په شبقدر کې لوی اختر دی خو په پاکستان کې به سبا لوی اختر وي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت مرستیال وياند نجیب دانش په یکشنبه مشال راډیو ته وویل چې د اختر لپاره یې له یکشنبې راهیسې ځانګړي امنیتي ګامونه پورته کړي دي.
دی وايي ټولې تفریحي سیمې، عیدګاوې، هغه سیمې چې خلک په کې ډېر راټولېږي او د تګ راتګ لارو کې سخت امنيتي ګامونه پورته کړل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې یوازې یې په کابل کې تر شپېتو زیاتې ګرځنده او ثابتې تالاشۍ پوستې جوړې کړې دي.
بل خوا پاکستان حکومت سبا د ستمبر په ديارلسمه نېټه په ټول ملک کې د لوی اختر لمانځلو اعلان کړی دی.