په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال له پاکستاني دولته ګیله من دي چې بیا بیا یې جرګې ورسره کړې او د ستنېدو لپاره یې ورته نېټې هم ټاکلې دي خو لا یې پته نه لګېږي چې کله به یې خپلو سیمو ته پرېږدي. د مشال راډيو خبریال عمردراز وزیر یې راپور کښلی
د بلوچستان ځوان ډاکټرانو اعلان کړی دی چې د خپلو حقونو غوښتنې لپاره به د خالي/شنبې له ورځې په ټوله صوبه کې کاربندیز کوي او وايي چې تر یوې اوونۍ پورې به د ناروغانو درملنه نه کوي. دوی وايي که یې بیا هم غوښتنې و نه منل شوې نو خپل احتجاج به لاپسې وغځوي. نور حال له کوټي د مشال راډیو خبریال ایوب ترین په راپور کې
شمعون پېرېز د ۹۳ کلونو په عمر د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه ومړ.
افغان ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د چارشنبې په ورځ د روغې جوړې او سولې پر تړون لاس لیک وکړ.
عوامي نېشنل ګوند وايي، پر اقتصادي راهدارۍ به د هیواد په مختلفو برخو کې احتجاجي مظاهرې پېلوي او د راتلونکې مياشتې په څلورمه (۴) نېټه به په پېښور، اسلام آباد، کراچۍ او کوټه کې لاریونونه وکړي.
د هند تر واک لاندې کشمير په اوړي سيمه کې دوې اونۍ وړاندې پر هندي پوځيانو تر وسله وال بريد وروسته د اسلام اباد او نوي ډلي اړيکي ورځ تر بلې خرابېږي. هند پر پاکستان سفارتي فشار زيات کړی
د سوریې حکومت د سېشنبې ورځ د حلب ښار بېرته نیولو لپاره ځمکني پوځي عملیات پیل کړي دي.
له ۱۹۴۷ م کال راهیسې تر اوسه په پاکستان کې د هندوانو ودونو رجسټریشن نه کېدلو چې له وجې یې دغه خلک د سرکاري اسنادو جوړولو په ګډون له ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ وو.
پښتانه د امن ملګري دي؟ پښتانه تشدد ته مایله دي؟ د پښتنو کلتور د امن ضمانت دی؟ د پښتنو کلتور په دې سیمه کې د بېقرارۍ بنیادي وجه ده؟ دا او دې ته ورته ډیرې داسې پوښتنې دي چې ځوابونه غواړي. په بریتانیه کې میشت لیکوال ذاکرحسین وايي ــــ تر ټولو وړاندې دا خبره مهمه ده چې د کلتور بنیاد اقتصاد یا پیداواري هلې ځلې وي او په موجوده وخت کې پښتانه خپل اقتصاد نه لري. په اسلام اباد کې مېشت لیکوال خان زمان کاکړ بيا وايي، د پښتنو کلتور د هغه تضاداتو مجموعه ده چې د دوی د تاریخي او سیاسي مزل په نتیجه کې مخې ته راغلی دی، د هغه په وينا، کلتور یوازې موسیقۍ، اتڼونو او یا د ځانګړي ډول جامو اغوستو ته نه وايي. په جرمني کې مېشت څېړونکی او لیکوال علي خان محسود بیا وايي چې پښتانه مرکزیت نه لري نو له دې کبله نه د دوی کلتور وده وکړه او نه اقتصاد. نوموړې وايي، کلتورونه بدليږي او پښتانه بايد د نوي دور غوښتنو ته ځواب ووايي. په داسې حال کې چې د پښتنو سیمه د لسیزو راهیسې د جنګ او بیقرارۍ په لمن کې ده نو ایا د پښتنو څه کلتور پاتې شوې هم دی او که نه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې لیکوال او شنونکی ډاکټر خادم حسېن وايي چې د تاریخ په دې مزل کې نه یوازې دا چې د پښتنو کلتوري تسلسل مات شوی دی بلکې د دوی پر تخلیقي صلاحیتونو هم بندیزونه لګېدلي دي. بشپړ راپور لاندې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ چې شاهين بونېری يې وړاندې کوي.
که څه هم د شمالي کارولینا په شارلوټ کې ګرځبندیز لګیدلی دی خو لا هم سلګونه کسان د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي د وژنې په غبرګون په سړکونو پاتې دي.
د پاکستان حکومت وایي، د نیویارک او نیوجرسي د وروستیو پېښو د شکمن احمد خان مېرمن افغانه ده.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او د افغانستان د سولې عالي شورا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو. دواړو لورو منلې ده چې د ګلبدین حکمتیار او د هغه د ډلې د یو شمېر نورو کسانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور لېسته لیرې کېږي، بندیان به خوشې کېږي او د اسلامي حزب غړي به له جګړو لاس اخلي. په پيښور کې د سيمه ييزو چارو کارپو رحيم الله يوسفزۍ دا يو ښه ګام بولي خو نوموړی وايي حزب اسلامي په نظامي توګه دومره پياوړې نه ده او نه هم په افغان طالبان دومره اغيز لري چې له افغان دولت سره يې د سولې خبرو ته کينوي. حزب اسلامي څنګه په وجود کې راغله او په دغه سيمه کې يې څه رول پاتې شوی په دې اړه رحيم الله يوسفزي د مشال راډيو خبریال اسرار عالم مومند ته وويل.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته