ملک امين الله اېډوکيټ دوه ځله له ځانمرګې بريده ژوندی راوتلی دی او دغه دواړه بريدونه د اګست په اتمه نيټه شوي البته د کېدو کلونه يې بېل دي.
د وژل شوي وکيل عطاالله خان ماشومان په مرګ هم پوهېږي او د مرګ په درد هم. دوی د خپل پلار په وينو سور او شليدلی قميص په سينه پوري نېولی ګرځوي.
د فاټا ښځینه غړي وايي، چې په اصلاحاتي سپارښتونو خبرې اتري روانې دي نو پکار ده چې د دې وخت نه فایده تر لاسه کړل شي او ښځینه په دې ټولو مرحلو کې برخه وګرځول شي
د څمکنو مرکز کې افغان کډوال وايي، دوی د مرکز دننه او پر سړک په ګنټو ګنټو انتظار کوي او په سخته ګرمۍ کې په اوږدو قطارونو کې ولاړ دی.
د سوات ضلعي انتظاميې او د خوارک محکمې په ګډه په مېنګوره کې د غير معياري پاپړو او چپسو کارخانې تړلې دي او د هغوی پرضد يې مقدمې درج کړي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې له شپیتو تر اتیا فیصده نجونې په زور تر وخت مخکې واده شوي چې دې کار د هغوی د پرمختګ،تعلیم او ارامه ژوند مخه نیولې.
د قبایلي سیمو ولس وايي، که څو هم راتلونکې نوي قانوني بدلون ته خوشاله دي، خو نه دي خبر چې دغه بدلون به له موجوده اېف سي آره څومره بدل وي.
بېګا ماسخوتن د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې تر پوځي انتظام لاندې په کرنل شېر خان کېډیټ کالج کې له ناسم خوراک څښاک څخه په لسګونو ماشومان ناروغه شوي دي. د صوابۍ ډپټي کمېشنر مطيع الله مشال راډېو ته وويل چې ۱۵۰ ماشومان له ناسم خوراک څښاکه اغېزمن شوي دي خو د بيړنيو مرستو ادارې (ريسکيو ۱۱۲۲) ویاند بلال فيضي مشال رېډيو ته وويل چې نزدې ۵۰۰ ماشومان يې هسپتالونو ته منتقل کړي دي. له پيښوره د ځلاند يوسفزي راپور
د خېبر پښتونخوا په نيمه قبايلي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله واله طالبانو ترمنځ نښته کې يو وسله وال وژل شوی او يو عسکر ټپي شوی دی. يوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن( شنبه) مشال راډيو ته وويل چې نښته د ټانک او لکي مرت په منځ کې پرته سيمه تور کاړ کې هغه وخت وشوه کله چې امنيتي ځواکونو د طالبانو قومندان اسد بېټڼي پر ځای چاپه ووهله. پردې موقع نښته وشوه چې تر دوه ساعتونو يې دوام وکړ. دغه چارواکی زياتوي، په نښته کې يو طالب ووژل شو او دوه ټپيان شول. نوموړي د يوه عسکر د زخمي کېدو تصديق هم وکړ. خو د اسد بېټڼي مسول طوفان بېټڼي نن له مشال راډيو سره په خبرو کې و منله چې يو ملګری يې وژل شوی خو دعوه يې وکړه چې په نښته کې يو عسکر هم وژل شوی دی.
د خېبر پښتونخوا په مردان کې پر عدالت په شوي بريد کې د وژل شويو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی. چارواکي وايي، يو زخمي کس پرون(جمعه) په مردان روغتون کې ساه ورکړه. په وژل شویو کې څلور وکيلان، درې پوليس او شپږ ولسي وګړي شامل دي. د خېبر پښتونخوا ګورنر د جمعې په ورځ په مردان کې د پيښې ځای کتو پر وخت له خبريالانو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د وسله والو پر ضد بريالي عمليات شوي دي. د خېبر پښتونخوا واکمن ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان د پېښې په غبرګون ويلي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په فاټا کې ايیني اصلاحات او افغانستان کې د حالاتو سمېدو ضرورت دی. تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د مردان پيښې ذمه واري منلې ده.
طالبانو شيرين زاده ته وويل چې دوی يرغمل عسکر "حلالوي" او تاسو يې تصويرونه واخلی خو هغه انکار وکړ چې دا خو داسي ده لکه چې ما حلالوی.
د خيبر پښتونخوا د تعلیم محکمې په سکولونو کې د استاذانو حاضري يقيني کولو او تعليمي معيار ښه کولو لپاره استازانو او اسکولونو ته به انعامي رقم ورکوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته