له ناسم خوراک څښاکه د صوابۍ کېډيټ کالج سلګونه زده کوونکي ناروغه
بېګا ماسخوتن د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې تر پوځي انتظام لاندې په کرنل شېر خان کېډیټ کالج کې له ناسم خوراک څښاک څخه په لسګونو ماشومان ناروغه شوي دي. د صوابۍ ډپټي کمېشنر مطيع الله مشال راډېو ته وويل چې ۱۵۰ ماشومان له ناسم خوراک څښاکه اغېزمن شوي دي خو د بيړنيو مرستو ادارې (ريسکيو ۱۱۲۲) ویاند بلال فيضي مشال رېډيو ته وويل چې نزدې ۵۰۰ ماشومان يې هسپتالونو ته منتقل کړي دي. له پيښوره د ځلاند يوسفزي راپور