د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو کې د ښځو غږ نشته


د فاټا اصلاحاتو په اړه د قبایلي سیمو ښځې ګيله منې دي په اصلاحاتو کې دوی له پامه غورځول شوې دي. دوی وايي، د فاټا راتلونکي په باب پرېکړه کولو کې له هغوی څخه هېڅ ډول راییه او تجويزونه نه دي اخیستل شوي.

د ښځینه حقونو لپاره کار کونکي قبايلي ښځینه غړیو د پاکستان وفاقي حکومت ته يو لیک هم ليکلی دی چې پکې يې ويلي دي چې په قبایلي سيمو کې امن د ښځو له برخي اخيستو نه بغير نشي راتللی نو د ښځو رایې دې معلومه کړل شي.

که يو خوا په فاټا کې د اصلا حاتو په اړه فاټا اصلاحاتي کمېټۍ سپارښتنېبه د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ کې بحث لپاره وړاندې کولی شي نو بل خوا په فاټا اصلاحاتو کې د ښځو نظر اندازه ولو او د هغوی د رایې په نه اخيستو ښځینهغړیو له وفاقي حکومت سره رابطه کړې ده.

د قبایلي ښځو حقونو لپاره کار کونکې او د آل فاټا سياسي اتحاد غړې انيتا مسود په فاتا اصلاحاتو کې د ښځو برخه شاملولو او د هغوی تجاويز شاملولو په اړه د اصلاحاتي کميټۍ مشر او د وزير اعظم د خارجه چارو مشير سرتاج عزيز ته خط لېږلی دی.

د خط په اړه انيتا مسود مشال رېډيو ته وويل چې د فاټا پنځوست فيصده آبادي په ښځو مشتمله ده خو په اصلاحاتو کې نه خو له دوی نه یوڅه مشوره اخيستل شوې ده او نه تجویزونه او لکه د تېرو وختونو په څېر دا ځل هم قبايلي ښځې نظر اندازه کړل شوي دي۔ تر دې چې د اصلاحاتو کمېټۍ غړیو کې يوه ښځه هم نه ده شامله کړل شوې.

(ما چې په خط کې کوم تجويزونه لېږلي دي. د هغې شپږ نقطې دي۔ يو خو دا چې د فاټا ښځو ته په اصلاحاتي کميټۍ کې دې برخه ورکړل شي۔ دويمه دا چې د فاټا ښځو ته دې په وفاقي او صوبايي اسمبليو کې څوکۍ ورکړل شي۔ درېمه دا چې کوم د فاټا لپاره د لسو کلونو د ترقياتي پروجېکټونو خبرې کېږي. پکار ده چې په دې کې زنانو ته هم نمایندګي ورکړل شي۔ بله دا چې په قبايلي علاقو کې ښځو ته د صحت ډېرې ستونزې رامخې ته دي نو هغوی ته د صحت سهولتونه او هم دغه ښځې په خپلو پښو ودرولو لپاره دې دوی ته په مختلفو برخو کې تربيتي کورسونو لپاره سهولتونه ورکړل شي.)

بلخوا له فاټا سره تعلق لرونکي د پېښور پوهنتون [يونيورسټۍ] د فلسفې څانګې پروفيسره او د فاټا ښځو حقونو لپاره کارکوونکې ثمينه اپرېدۍ وايي، چې قبايلي ښځې د دغه کميټۍ حصه جوړول خو لیرې خبره ده۔ بلکې دغه ښځو ته دا حق هم نه دی ورکول شوی چې تجويزونه يا رایې ترې اخيستل شوې وې۔ ځکه چې په فاټا کې په هر قسمه حالاتو کې ښځې ځپلې شوې دي او د هغوی ستونزې ډېرې دي.

(د مشورې او تجويزونو په مرحله کې خو ښځینه تقريبا بهر ساتل شوې دي۔ او که دوی تللې وي او جرګې کړې وي او هلته یې له يو دوو ښځوسره خبرې اترې کړي وي نو دا به د دوی احسان وي خو موږ په فاټا کې په مختلیف سطح د ښځو ډلې جوړې کړې دي نو په هغوی کې خو د اصلاحاتي کمېټۍ له چا سره هم خبرې نه دي شوې۔ نو ځکه هغوی به يقينا د ښځو لپاره آواز پورته کولو۔ خو که په دې کې ښځینه وې نو هغوی به ډېر په ښه انداز سره خپلې مسلې په ګوته کړې وې۔ او د هغې د حل لپاره به یې مثبت تجويزونه وړاندې کړې وو.)

ثمينې اپرېدۍ زياته کړه چې د افسوس خبره دا ده چې يو خوا د فاټا خلکو ته د هغوی د انساني بنيادي حقونو ورکولو خبرې کېږي نو بل خوا په قبايلو کې ښځینهد خپلو بنيادې حقونو نه محرومه دي.

(دې اصلاحاتي کميټۍ چې کوم تجويزونه ورکړي دي بې شکه هغه ډېر ښه تجويزونه دي او د هغې څه نا څه مثبت اثرات به خامخوا هلته په زنانو پرېوځي خو بيا هم لکه د جرګې خبره شوه نو دا پکې نه دی ليکل شوی چې ښځینه يا اقليت به د دې برخه وي او که نه، له دې نه علاوه چې کله ترقياتي پراجيکټ جوړېږي نو په هغه کې دا فاټا پارلېمنټيرين او د فاټا سيکرټريټ نارينه غړي شامل وي۔ نو هغوی ته د زنانو ضرورياتو په اړه څه معلومات وي چې ګنې ښځې کوم ځای د صحت مرکزونه غواړي هلته کوم سهوليات غواړي۔ کوم ځای کي سکول غواړي نو هم دغه شان د ښځو دغه قسمه مسلې پکې بيا ورستو پاتې شي.)

د فاټا دغه ښځینه غړي وايي، چې په اصلاحاتي سپارښتونو خبرې اتري روانې دي نو پکار ده چې د دې وخت نه فایده تر لاسه کړل شي او ښځینه په دې ټولو مرحلو کې برخه وګرځول شي ځکه چې ښځې په اعتماد کې له اخيستو بغېر نه خو په فاټا کې امن راتلی شي او نه د قبايلو پر خاوره د ښه مستقبل فيصلې کاميابېدلای شي.

XS
SM
MD
LG