د خېبر پښتونخوا په نيمه قبايلي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله واله طالبانو ترمنځ نښته کې يو وسله وال وژل شوی او يو عسکر ټپي شوی دی. يوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن( شنبه) مشال راډيو ته وويل چې نښته د ټانک او لکي مرت په منځ کې پرته سيمه تور کاړ کې هغه وخت وشوه کله چې امنيتي ځواکونو د طالبانو قومندان اسد بېټڼي پر ځای چاپه ووهله. پردې موقع نښته وشوه چې تر دوه ساعتونو يې دوام وکړ. دغه چارواکی زياتوي، په نښته کې يو طالب ووژل شو او دوه ټپيان شول. نوموړي د يوه عسکر د زخمي کېدو تصديق هم وکړ. خو د اسد بېټڼي مسول طوفان بېټڼي نن له مشال راډيو سره په خبرو کې و منله چې يو ملګری يې وژل شوی خو دعوه يې وکړه چې په نښته کې يو عسکر هم وژل شوی دی.
د خېبر پښتونخوا په مردان کې پر عدالت په شوي بريد کې د وژل شويو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی. چارواکي وايي، يو زخمي کس پرون(جمعه) په مردان روغتون کې ساه ورکړه. په وژل شویو کې څلور وکيلان، درې پوليس او شپږ ولسي وګړي شامل دي. د خېبر پښتونخوا ګورنر د جمعې په ورځ په مردان کې د پيښې ځای کتو پر وخت له خبريالانو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د وسله والو پر ضد بريالي عمليات شوي دي. د خېبر پښتونخوا واکمن ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان د پېښې په غبرګون ويلي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په فاټا کې ايیني اصلاحات او افغانستان کې د حالاتو سمېدو ضرورت دی. تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د مردان پيښې ذمه واري منلې ده.
طالبانو شيرين زاده ته وويل چې دوی يرغمل عسکر "حلالوي" او تاسو يې تصويرونه واخلی خو هغه انکار وکړ چې دا خو داسي ده لکه چې ما حلالوی.
د خيبر پښتونخوا د تعلیم محکمې په سکولونو کې د استاذانو حاضري يقيني کولو او تعليمي معيار ښه کولو لپاره استازانو او اسکولونو ته به انعامي رقم ورکوي.
رویټرز خبري آژانس د دریو ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله په راپور کې لیکي چې د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف مړ شوی دی.
د شاعرۍ په اړه مې مخکې پر خپل فېسبوک پاڼه ځینې پوسټونو کړي ول، ځینو ملګرو په زړه اخیستي ول او خپه شوي ول، نن به د شعر او شاعرۍ په ګټو لږ څه وليکم.
د پاکستان چيف جسټس جسټس انور ظهير جمالي د کوټې پېښې له خپلې مخې ګروږنه (از خود نوټس) اخيستی دی او د حکومت لخوا د پېښې په ورځ او تر هغې ورستو د اغېزمنو ګامونو په نه پورته کولو خپګان ښودلی دی۔ نوموړي په یوه امر کې د بلوچستان چيف سيکرېټري، اېډوکېټ جنرل او آی جي بلوچستان يې د ستمبر په ۲۰مه نېټه د ورغوښتي دي. د اګست میاشتې پر اتمه نېټه د کوټې په لوی روغتون کې پر وکیلانو ترسره شوي ځانمرګي بم برید ۷۴ تنه ووژل چې ډېری یې وکیلان ول او تر سلو زیات ژوبل ول. نور حال د رفعت انجم په راپور کې
په قبایلي سیمو کې دوه نیمې میاشتې وروستو هم د انټرنېټ ۳جي او ۲جي سرویس بحال نه کړل شو. د دغه اسانیتاویو بندښت د قبایلي سیمو زده کوونکي یا د نوکریو لټونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د شاهنواز ترکزي راپور
د ارواښاد پروفیسر رحمت الله درد د مړينې درد په لږه شېبه کې پر ټولنيزه رسنۍ فېسبوک خپور شو او د علم او ادب سره تړلیو پښتنو یې پر مړینه خپګان ښودلی.
له تيري څه مودې راهيسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډېورنډ کرښه په وار وار تړل شوې ده چې تازه مثال يې د چمن او سپین بولدک لارې بندول دي. لارې ولې تړل کېږي، پر سوداګرۍ او عادي خلکو يې اغېز څه دی او د کرښې تړلو پرته د ستونزو بل حل څه کېدای شي؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د کابل لپاره د پاکستان له پخواني سفير رستم شاه مومند، په کابل کې د شخړې او سولې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي او په چمن کې د سوداګرو د اتحاديې له مرستيال مشر حاجي عبدالغني سره څېړل شوې دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن او سپين بولدک لاره له تېرو دوو هفتو راهيسې بنده ده چې له وجې يې دواړوو خواوو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې شوي. له دغه ځايه د مشال ريډيو همکار ايوب ترين رپورټ لري.
د غير حکومتي ادارې پاک افغان ولسي تړون مشر عالمزيب خان وايي، په ۱۹۷۰ مه لسيزه کې د پښتون زلمي ترسيوري لاندې د پښتنو ځوانانو وسله والې مبارزې هېڅ نتيجه ورنکړه بلکې برعکس يې ګټه د پاکستان پوځ ته د مارشلا لګولو په بڼه کې ورسېدله. عالمزيب خان ددې وسله والې مبارزې يو له مهمو مشرانو و او ترڅه دپاسه څلوېښت کلونو پوري يې عملي سياست کړی دی. نوموړی د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه د مشال مرکه کې مېلمه و. عبدالحي کاکړ په سر کې له عالمزيب خانه د هغه د زوکړې نېټه اوځای پوښتلی دی؟
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته