د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مرګ په خوله کې خبريالي


طالبانو شيرين زاده ته وويل چې دوی يرغمل عسکر "حلالوي" او تاسو يې تصويرونه واخلی خو هغه انکار وکړ چې دا خو داسي ده لکه چې ما حلالوی.

نوم يې شيرين زاده دی ، عمر يې ۴۸کاله او کار يې خبريالي ده.

ما چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې ليدلی وو نو وېښتان يې تور و خو چې تېره ورځ مې وليد نو يې وېښتان رژېدلي او سپین شوي و.

له خپل مسلک سره بې کچه مينه کوي چې يو وخت يې د خپلي ادارې لپاره ژوند کاوه او نن پر هېوادونو ګرځي او د ځان لپاره ژوند کوي.

ميانه قد لري، د نظر په عينکو کې پوهاند ښکاري خو پوهاند دی نه – البته د خپلې سيمې په ورځینو چارو ښه خبر دی.

ډېر څه يې ليدلي او ډېر څه يې اورېدلي خو د ژوند جبلت يې قوي دی نوځکه پوهيږي چې کومه خبره د کولو ده او کومه نه. چې کله تپوس ورڅخه وکړې چې !

تاسو به ډوډی خورئ؟

نه جي زه ټهیک يم.

چای ته دې زړه کېږي؟

نه جي زه ټهيک يم.

چې د هر څه ست ورته وکړې بس هم دغه ځواب يې وي - نه جي زه ټهيک يم.

خو هر څه ټهيک (سم) نه دي.

په جګړه ځپلې سوات کې د خبريالی پر مهال تر داسي ذهني کيفيت تېر شوی دی چې خپل نژدې ملګرو ته داسي ځير ګوري لکه چې د پېژندولو او نه پېژندلو پر پوله ولاړ وي.

د طالبانو شوری به لا هم د شيرين زاده د مرګ او ژوند برخليک ټاکلی چې په سوات کې پوځي عمليات پيل شول.

پر ذهن يې د ويرې لومړۍ کرښه په ۲۰۰۸ مبلادي کال کې هغه وخت را وکښل شوه چې کله د وسله والو طالبانو وياند سراج الدين ورته ټيلي فون وکړ او سره له کيمري يې د ورتګ امر وکړ.

شيرين زاده په دوه کې حيرانه شو. د خير او خبر په لومه کې راګير شو.

خير يې د خپل ژوند غوښت او خبر يې د خبريالی د تندي ماتلو لپاره.

خو بس ور روان شو، چې ورغلی نو ګوري طالبانو د مليشا ځواکونو دوه عسکر يرغمل کړي دي.

حکم وشو چې دوی دغه عسکر حلالوي او دی به يې تصويرونه اخلي او هغه به خپرروي.

خو شيرين زاده انکار وکړ چې دا خو داسي ده لکه چې ما حلالوی.

د سوات په ننګولۍ کې وسله وال طالبان يو کس ته سزا ورکوي(فايل فوټو)
د سوات په ننګولۍ کې وسله وال طالبان يو کس ته سزا ورکوي(فايل فوټو)

هم دا ورځ دی د سراج الدين په تور لسټ کې شامل شو.

خو بيا ده د دې انکار بيه په دوه زره نهم کې د سزا په بڼه کې ادا کړه.

ده د سوات د زمرد پر کان چې د طالبانو د امدن لويه سرچينه وه راپور جوړ کړ ی و چې له خپرېدو وروسته سراج الدين ته يوه پلمه په لاس ورغله اوشيرين زاده يې پرله پسې پنځه ورځې له سهاره تر ماښامه د زمردو په کان کې ساتلی او په ذهني توګه يې شکنجه کولی.

د طالبانو شوری به لا هم د ده برخليک ټاکلی چې په سوات کې پوځي عمليات پيل شول.

دا دويمه کيسه د ۲۰۰۸ ميلادي کال ده.

زه په پېښور کې وم چې شيرين زاده راته ټيلي فون وکړ او په ژړا کې یې راته وويل چې اوس اوس امنيتي عسکرو زما پر کور ډزې وکړې او خور يې را و وژله.

وروسته ما ځيني و پوښتل چې سوات خو د مرګ کوهۍ دی نو ولې پکې ژوند کوې؟

ځواب يې و... د خبريالی ليونتوب.

شيرين زاده راته ټيلي فون وکړ او په ژړا کې یې راته وويل چې اوس اوس امنيتي عسکرو زما پر کور ډزې وکړې او خور يې را و وژله.

د ليونتوب اندازه يې له دې لګولای شی چې په کال دوه زره نهم کې د طالبانو پر ضد پوځي عمليات پيل شو نو د سوات ټولو خلکو او ټولو خبريالانو کډه وکړه خو بيا هم د پاکستان پر يوه شخصي ټيلي ويژن ځانګړې ويډيو خپرېدله او شيرين زاده به تازه حال ورکولی.

دی په سيدو شريف کې و، ډوډۍ ور ختمه شوه نو ميوه او کورخي به يې خواړه وو.

د ده شاوخوا ایف شپاړس جنګي الوتکو بمباري کوله، جنګي هيلي کاپټرو بريدونه کول، د توپ ګولې را غورځېدې خو شيرين زاده خپلي کېمرې په درختو کې لګولې او هرڅه يې ثبتول.

د جګړو په سيمه کې خبريال نه يوازي د ژوند او مرګ پر پوله ولاړ وي بلکې د يو چا د ژوند ژغورلو او د ژوند رپورټولو په منځ کې د يوه انتخاب له امتخان سره هم مخامخ وي.

شيرين زاده هم له دغسې يوه امتحان سره په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې مخامخ شو.

طالبانو دی ګټ پيوچار سيمې ته ورغوښت چې د يرغملو ۳۵ پوليسو خبر خپور کړي.

شيرين زاده چې دوی وليدل نو څه يې په کې دوستان و او څوک يې هسې پيژندل.

هغوي په سترګو سترګو کې له شيرين زاده مرسته و غوښته.

پاکستاني پوځ په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د سوات د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پیل کړل.(فايل فوټو)
پاکستاني پوځ په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د سوات د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پیل کړل.(فايل فوټو)

پر ځای د دې چې شيرين زاده خپل مسلکي کار وکړي ده د طالبانو وياند مسلم خان ته منتونه شروع کړل.

چې په منتونو و نشوه نو شيرين زاده د مسلم خان خپو ته ور ولوید او بلاخره هغه په دې شرط د پرېښودلو ژمنه وکړه چې دوی به دلته یو وار خپلو ښځو ته د طلاق ورکولو ژمنه کوي او له دې وروسته به د پوليسو نوکرۍ پرېږدي.

هغوي ژمنه وکړه او په دا بله ورځ خلاص شول.

شيرين زاده دا ځل خبر ور نکړ البته ۳۵ کسانو ته يې نوی ژوند ورکړ.

XS
SM
MD
LG