د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا حکومت تکړه استادان نازوي


خيبر پښتونخوا صوباېي حکومت او تعليم محکمې ښه کار کردګي کونکي سکولونو استادانو لپاره د انعام ورکول دويمې مرحلې اعلان کړی. په دې مرحله کې به سږ کال تر دووه سوو زيات د هلکانو او جينکو اسکولونو ته انعامي رقم ورکول کېږي. د انعامي رقم لپاره 110 میليونه روپۍ مختص کړل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا تعليم محکمې مطابق د انعام لپاره تېر کال د 120 سکولونو انتخاب شوی وو خو سږ کال په دويمه مرحله کې تر ښه کار کردګۍ لاندې 240 د هلکانو او جينکو های او هايېر سېکنډري سکولونه منتخب کړل شوي دي.

د تعلیم محکمې مطابق په هر يو سکول کې به يو مشر استاد (هيډ ماسټر) ته يو لاک او اووه استادانو ته به پنځوس پنځوس زره روپۍ ورکول کېږي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د تعليم محکمې منصوبه بندې او پرمختيا ډپټې ډائريکټر ولي خان وويل چې د دې مقصد د هغه استاذانو هڅونه ده چې له خپلې دندې سره مخلصه دي او دا شان نور استادانو ته به هم د دې له وجې ډاډ تر لاسه شي او تعليمي معيار ښه کولو کې به بهتري راشي.

هغه زياته کړه چې د دغه سکولونو انتخاب د يو څو درجه بنديانو تر لاندې کېږي۔

د خيبر پښتونخوا استادانو او تنظيمونو یې د صوبايې حکومت دا ګام ستایلی دی.

د خيبر پښتونخوا ټيچر کورډينېشن کونسل چیېرمين او د سرکاري سکونو ايسوسيېيشن صوبايي صدر سردار امان الله مشال ريډيو ته وويل چې د استادانو لپاره دا يو ډير ښه ګام پورته کړل شو خو اوس حکومت ته پکار ده چې دا جاري هم وساتي چې دا رنګ استادان نور هم خپل فرض په ښه طريقه تر سره کوي.

د خيبر پښتونخوا آل پرایمری ټيچر ايسوسیېشن صوبايي صدر ملک خالد وايي چې دا يو د ستاينې وړ پروګرام دی خو د انعام ورکولو دې پروګرام کې د څه درجه بنديانو او شرایطو له وجې پرایمري سکولونه شامل نه دي خو حکومت او محکمې ته په راتلونکې وخت کې په دې هم نظر اچول پکار دی،ځکه چې په تعليمې ميدان کې پرایمري سکولونه د ملا تير حيثيت لري۔

دی زیاتوي:

د تعليم محکمې مطابق د سکولونو او استادانو انتخاب تر سره شوی دی او زر تر زره به دوی ته په يوه دستوره کې دا انعامي رقم ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG