د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: د افغانستان له خاورې به چين ته هېڅ ډول خطر نه‌ پېښېږي


د چین د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۴مه ناببره کابل ته لاړ او د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره‌ یې ولیدل.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۴مه ناببره کابل ته لاړ او د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره‌ یې ولیدل.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې دوی د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به دغه هېواد ته هېڅ ډول خطر نه‌ پېښېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له دوه ورځني سفر او هند ته تر تګ مخکې پرون (مارچ ۲۴مه) ناببره کابل ته لاړ او د طالبانو د ريیس‌ الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزير سراج‌ الدین حقاني سره يې وکتل.

وانګ يي تر دې مخکې اسلام اباد ته تللی وو او هلته یې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په غونډه کې د ځانګړې مېلمه په توګه ګډون کړی وو.

د سیاسي چارو کتونکي وايي، چین له افغانستانه د اویغور بېلتون غوښتونکو له درکه اندېښنه لري، خو طالبانو د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ډاد ورکړ.

چین له ډېره وخته اندېښنه لري چې اویغور بېلتون غوښتونکي به د افغانستان له روان حالته په ګټې اخيستنې چین ته واوړي.

د ملا برادر د دفتر په یوه خبرپاڼه کې، بې له دې چې د اویغورانو نوم یاد شي، ویل شوي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ته د هغو ټولو اندېښنو په اړه ډاډ ورکړل شو چې دا هېواد فکر کوي ممکن د افغانستان له خاورې ورته پېښ شي.

د سیاسي چارو پوه نجیب الله ازاد وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه چینایان تهديد احساسوي او له دغه تهديده د ځان ساتلو لپاره هم چین غواړي چې له طالبانو سره ځان نېږدې کړي.

نوموړي له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال د چین او طالبانو اړیکې اوسنۍ نه، بلکې پخوانۍ وبللې.

"تر دې وړاندې چې طالبان واک ته ورسېږي، چینایانو له طالبانو سره ژورې اړیکې لرلې. د طالبانو پلاوی چین ته لاړ او د چین د بهرنیو چارو وزیر یې خورا تود هرکلی وکړ. چین له افغانستان سره پوله لري او وېره لري چې اویغور بېلتون غوښتونکي به له افغانستانه ور واوړي."

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او نور چينايي چارواکي د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۴مه د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان او ځينو نورو طالب چارواکو سره خبرې کوي
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او نور چينايي چارواکي د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۴مه د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان او ځينو نورو طالب چارواکو سره خبرې کوي

ټاکل شوې ده چې چین راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د کنفرانس کوربه وي. په دې کنفرانس کې به پر دې خبرې وشي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره په څه ډول مرسته وشي.

عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سيال امیر خان متقي سره د وچې مېوې د صادرولو، سوداګرو ته د ویزې د ورکړې، د کانونو د استخراج او همداراز د چین د یو سړک او یو کمربند د پروژې په اړه هم خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني سره هم وکتل، هغه څوک چې د امریکا له لوري په تور لېست کې شامل او پر سر یې جایزه ایښودل شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې سراج‌الدین حقاني د چین د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې په افغانستان کې امن د چین او سیمې لپاره د امن په معنا دی.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د طالبانو حکومت د دوحې تړون ته ژمن دی چې افغانستان به چا ته د تهديد سبب نه ګرځي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني، انځور له ارشيفه
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني، انځور له ارشيفه

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې حکومت ونيو. دوی د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت ليرې کړ. د طالبانو حکومت تر اوسه چا په رسمیت نه دی پېژندلی البته امير خان متقي بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کړي او د پاکستان او قطر د بهرنيو چارو وزیران هم کابل ته ورغلي ول. د طالبانو د واکمنۍ تر پيل مخکې، دا لومړی ځل دی چې د چين کوم لوړپوړي چارواکي افغانستان ته سفر کړی.

بلخوا د روان ۲۰۲۲ز کال له اپريل مياشتې راهيسې چین له طالب چارواکو سره د عینک د ميسو کان په اړه په خبرو بوخت دی. وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي چې چین به هغه تشه ډکه کړي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته رامنځته شوې ده.

ورځپاڼې همداراز لیکلي، چین د خپلو کمپنيو لپاره چې ځینې یې په کابل کې دفترونه لري، د لا زیاتو امتیازونو ترلاسه کولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG