د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د نجونو د تعلیم په حق کې مظاهره شوې


افغان نجونو له طالبانو غوښتنه کوله چې هغوی ته دې سکول ته د ورتګ اجازه ورکړي.
افغان نجونو له طالبانو غوښتنه کوله چې هغوی ته دې سکول ته د ورتګ اجازه ورکړي.

د مارچ پر ۲۶مه، په کابل کې په لسګونو استادانو، زده کوونکیو او د حقونو فعالانو د شپږم ټولګي نه پورته د جینکو په ښوونځیو د بندیزونو پر ضد لاریونونه کړي دي.

په مقامي میډیا په ځینو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې په لسګونو ښځو او نجونو د سکولونو کالي په غاړه کړي، په لاسونو کې یې کتابونه نیولي او د ښوونځیو د پرانیستلو او د کار د حق لپاره شعارونه ورکوي.


د مظاهرې یو منتظم وویل چې لاریون په کابل کې د تعلیم د وزارت څخه پیل شو او په سوله ییزه توګه پای ته ورسېد. د مارچ په ۲۳مه له یو میلیون نه زیاتو نجونو سکولونو ته د ستنیدو تیاري نیوله خو په اخیري شیبو کې طالبانو د ښونځیو پرانیستلو پریکړه بیرته واخیسته. طالبانو چې تیرکال یې د اګست په میاشت کې واک ترلاسه کړ، د خپلې پریکړې په اړه څه سپیناوی نه دی کړی خو له دې وروسته په قامي او نړیواله کچه احتجاجي اوازونه پورته شوي دي.

د نړۍ بیلا بیلو حکومتونو او نړیوالو سازمانونو په طالبانو غږ کړی چې سم له لاسه دې دغې پریکړې ته بیا کتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو له دې پرېکړې وروسته امریکا د مارچ پر ۲۵مه، اعلان وکړ چې له طالبانو سره د دوحې له خبرو ووځي. امریکا دغه خبرې د مارچ پر ۲۵مه، ناڅاپه لغوه کړې. دا پرېکړه د طالبانو د هغه اقدام پر وړاندې غبرګون و چې له شپږم صنفه د لوړو ټولګیو زده‌کوونکې نجونې یې ښوونځي ته له تلو منع کړې.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا د استازو خبرې ځکه مهمې وې چې هدف‌یې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته د یوې حل‌لارې موندل وو.

XS
SM
MD
LG