د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا، اروپايي اتحاديې او نورو هېوادونو له طالبانو د ټولو ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کړې


۲۰۱۷ کال: د افغانستان د هرات ولايت د يو ښوونځي نجونې چې د تعليم بنديز پرې نه وو.
۲۰۱۷ کال: د افغانستان د هرات ولايت د يو ښوونځي نجونې چې د تعليم بنديز پرې نه وو.

امریکا او ځينو نورو غربي هېوادونو د طالبانو هغه پرېکړه غندلې چې په افغانستان کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

د بریتانیې، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو تر څنګ د اروپايي اتحادیې لوړ رتبه استازي د مارچ په ۲۵مه په ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي. په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو دغه پرېکړه د دوی د مشروعیت لیدلوری او د افغانستان هغه هیله زیانمنوي چې غواړي د نړیوالې ټولنې باعزته غړی شي.

په اعلاميه کې غوښتنه شوې چې طالبان دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ټول ښوونځي دې پرانيزي. پر دې سربيره ملګرو ملتونو، ترکیې، قطر او د بشري حقونو لپاره کار کوونکو نړيوالو ادارو هم پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو د تعليم مخه دې نه نیسي.

طالبانو مخکې ژمنه کړې وه چې د افغانستان د نوي تعلیمي کال کې په لومړۍ ورځ به ښوونځي د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي، خو دوی د مارچ پر ۲۳مه له شپږم ټولګي پورته تر خلاصېدو یوازې څو ساعته وروسته د دغو ښوونځیو د بیا تړلو امر وکړ. د طالبانو د تعليم وزارت وياند، عزير احمد ريان د مارچ په ۲۳مه په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دا ښوونځي به هغه وخت پرانيستل کېږي چې "کله په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي."

طالبانو د دې شرعي چوکاټ‌ تشريح نه ده کړې. په افغانستان کې د نجونو او هلکانو ښوونځي جلا جلا دي.

د طالبانو لخوا د ښوونځيو د پرانیستلو ځنډول سخت غبرګونونه راپارولي دي. د امريکې د بهرنيو چارو وزيری اينتني بلېنکن د مارچ پر ۲۴مه پر خپل ټويټر ليکلي‌ وو: "تعليم د ټولو انسانانو حق دی. امريکا د ښوونځيو د نه پرانیستلو لپاره د طالبانو بهانې ردوي."

همداراز د تعليم مبارزې او د سولې نوبيل جايزې ګټونکې، ملالې يوسفزۍ په يو بيان کې وويل چې طالبانو د ښوونځيو د نه پرانیستلو لپاره بهانې پيدا کولو ته دوام ورکړی دی. د هغې په وينا، طالبان له ځواکمنو ښځو او تعليم یافته نجونو په وېره کې دي ځکه یې د تعليم لپاره خنډ جوړېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت په زور چپه کړ. دوی په واک کې تر راتلو وروسته منځنيو او عالي ښوونځيو ته د نجونو پر ورتګ بندېزونه ولګول، خو وروسته یې په ځينو ولايتونو کې دې ښوونځيو ته د پرانيستو اجازه ورکړه. په دې لړ کې په کابل کې د ښځو د حقونو او تعليم لپاره مبارزه کوونکو څو ځلې مظاهرې هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG