د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پرانیستل وځنډول


د ۲۰۲۱ کال د می تصویر: په هرات کې د يو ښوونځي نجونې
د ۲۰۲۱ کال د می تصویر: په هرات کې د يو ښوونځي نجونې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مارچ پر ۲۳مه له شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونو د خلاصېدو یوازې څو ساعته وروسته د دغو ښونځیو د بیا تړلو امر وکړ.

د طالبانو د د تعليم وزارت ويلي چې دا سکولونه به هله پرانیستل کيږي چې د اسلامي قانون سره سم پلان ورته جوړ شي. د تعليم وزارت وياند، عزير احمد ريان د مارچ په ۲۳مه په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دا حکم ورته د طالبانو مشرتابه ورليږلي. هغه زیاته کړه: ((د نجونو ټولو هغو ښوونځیو او ليسو ته چې له شپږم ټولګي څخه پورته دي خبر ورکول کېږي چې ديادو مکاتبو او ليسو درسونه تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي. هر کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او داسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي.))

طالبانو تر اوسه پورې د شرعي چوکاټ تشريج نه ده کړي. ددوی د تعليم وزارت تېره اوونۍ اعلان کړی وو چې د نجونو په ګډون د ټولو زده کوونکو لپاره سکولونه به په ټول هېواد کې د مارچ پر ۲۳مه پرانیستل شي. ملګرو ملتونو د دې اعلان هرکلی کړی وو او ويلي يې وو چې تعليم د ټولو انسانانو بشري حق دی چې طالبان بايد ورته احترام وکړي. خو د مارچ په ۲۳مه، ملګرو ملتونو پر ټويټر ليکلي چې د طالبانو لخوا د ښوونځيو نه پرانیستل خواشينونکي دي.

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې، هيومن رایټس واچ د ښځو د حقونو د برخې يوې مشرې، هيدر بار پر ټويټر ليکلي چې د طالبانو لخوا ټولو نجونو ته د ښوونځيو نه پرانیستل د افغان ملت سره ظلم دی. د افغانستان لپاره د جرمني سفير پوټزیل مارکس هم د ټولو ښوونځيو نه پرانیستل خفه کوونکي بللي دي. نوموړي پر ټويټر ليکلي چې دا کار د طالبانو لخوا د نړيوالو قوانينو او د دوی له پخوانيو وعدو سرغړونه په ډاګه کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت په زور چپه کړ. په خپلې واکمنۍ کې يې د نجونو پر لوړو زده کړو یعنې پر منځني ښوونځیو او لیسیو بندیزونه ولګول. خو وروسته یې په ځينو ولايتونو دې ښوونځيو ته د پرانيستو اجازه ورکړه. په دې لړ کې په کابل کې د ښځو د حقونو او تعليم لپاره مبارزه کوونکو څو ځل مظاهرې هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG