د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغان نجونو پر تعلیم د بندیز په غبرګون کې له طالبانو سره د دوحې خبرې لغوه کړې


ارشیف: د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر لیدنه
ارشیف: د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر لیدنه

د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته امریکا د مارچ پر ۲۵مه، اعلان وکړ چې له طالبانو سره د دوحې له خبرو ووځي.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا د استازو خبرې ځکه مهمې وې چې هدف‌یې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته د یوې حل‌لارې موندل وو.

امریکا دغه خبرې د مارچ پر ۲۵مه، ناڅاپه لغو کړې. دا پرېکړه د طالبانو د هغه اقدام پر وړاندې غبرګون و چې له شپږم صنفه د لوړو ټولګیو زده‌کوونکې نجونې یې ښوونځي ته له تلو منع کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د طالبانو پرېکړه ډېره زیاته خواشینوونکې او تر هر څه مخکې د افغانستان له خلکو او همداراز له نړیوالې ټولنې سره د دوی له ژمنو په څرګنده شاته کېدل و.

د پرایس په وینا، امریکا په دوحه کې د پلان شویو خبرو په ګډون له طالبانو سره یو لړ تعاملونه لغوه کړي او ورته په ډاګه کړې یې ده چې د دوی پرېکړې ته د دواړو خواوو په تعاملاتو کې د احتمالي ټاکونکي پړاو په سترګه ګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

له دې موضوع درې باخبره سرچینو روېټرز ته ویلي دي چې د مارچ په ۲۶مه او ۲۷مه په دوحه کې د یوه کنفرانس په څنډه کې د طالبانو د ادارې له استازو سره د امریکايي چارواکو څو غونډې پلان شوې وې.

دې سرچینو چې نه‌ یې غوښتل هویت‌ یې افشا شي ځکه د خبرو اجازه‌ یې نه‌ لرله، وویل ټاکل شوې وه په ځینو غونډو کې د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک استازي هم ګډون وکړي.

د سرچینو په وینا تمه وه چې په دې خبرو کې به د افغانستان بانک د خپلواکۍ او د افغانۍ بانکنوټونو د چاپ په اړه هم بحث وشي.

د دوی په وینا همداراز د افغانستان د بیارغونې د صندوق د هغو سلګونه ملیونه ډالرو د ازادولو لپاره چې په نړیوال بانک کې ساتل کېږي د بشري مرستو د تبادلې د اسانتیا د رامنځته کولو په اړه بحثونه هم په پام کې وو. دا پیسې په افغانستان کې د زده‌کړې د سکتور لپاره ځانګړې شوي.

روېټرز خبري اژانس د یوه ډیپلومات له قوله چې نوم‌یې نه‌ دی اخیستی خبر ورکړی چې هغه الوتکه چې باید د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی یې له کابله قطر ته بیولی وی هم بېرته نه‌ده ستنه شوې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي

د دوحې د خبرو لغوه کول لومړنی مثال دی چې د بشري حقونو او په حکومت کې د نورو اړخونو د ګډون په برخه کې د طالبانو له اقداماتو وروسته ښايي له دوی سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې پر لېوالتیا مستقیم اغېز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو او د بانکي زېرمو د ازادولو په چارو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

له بلې خوا د افغانستان په بازارونو کې د نقدو پیسو د کمښت له وجې اقتصادي بحران او انفلاسیون اوج ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG