د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه


افغانستان بنګله دېش ته د کرېکټ په دې مقابلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ په دوه یو بایللې خو د ۲۰ اوریزو هغه یې برابره کړې ده. 
افغانستان بنګله دېش ته د کرېکټ په دې مقابلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ په دوه یو بایللې خو د ۲۰ اوریزو هغه یې برابره کړې ده. 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته د اتو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.


د ۲۰ اووریزو کرکټ لوبو په دوام دواړه لوبډلې د مارچ پر پنځمه لوبغالي ته ښکته شول. په پیل کې بنګله دېشۍ لوبډلې توپوهنه(بېټنګ) وکړ او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۵منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې دا هدف په ۱۸ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

دا دوهمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه وه چې د دواړو ټیمونو ترمنځ ترسره شوه. افغانستان د بنګله دېش په وړاندې په لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې وه.

د مارچ د پنځمې نېټې لوبه په میر پور کې ترسره شوه. د تېرو لوبو پرتله په دې لوبه کې افغان لوبغاړي ښه وځلېدل او د بالېنګ تر څنګ یې په بیټنګ کې هم خپله وړتیا وښودله. په بیټنګ کې حضرت الله ځاځي ۵۹ او عثمان غني ۴۷ منډې جوړې کړې. په بالینګ کې بیا فضل حق فاروقي او عضمت الله عمرزي د مقابل لوري درې ـ درې لوبغاړي اوټ کړل.

افغانستان بنګله دېش ته د کرېکټ په دې مقابلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ په دوه یو بایللې خو د ۲۰ اوریزو هغه یې برابره کړې ده.

XS
SM
MD
LG