د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش وسله والې ډلې یو مهم غړی په ننګرهار کې طالبانو ته تسلیم شوی


عبدالرحیم مسلم دوست، د مارچ پر څلورمه، په ننګرهار کې د استخباراتو ریاست منسوبینو ته تسلیم شو.
عبدالرحیم مسلم دوست، د مارچ پر څلورمه، په ننګرهار کې د استخباراتو ریاست منسوبینو ته تسلیم شو.

د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې یو مهم غړی عبدالرحیم مسلم دوست چې د دې ډلې د بیعت مسوول وو، په ننګرهار کې د استخباراتو ریاست ته تسلیم شوی.

نوموړی په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې له ظهور سره سم د داعش خراسان برخې مهم غړی و. هغه د مارچ پر څلورمه، په ننګرهار کې د استخباراتو ریاست منسوبینو ته تسلیم شو. نوموړي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دی له داعش وسله والې ډلې څخه هغه وخت بیل شو چې هغوی په افغانستان کې ظلمونه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړه:

"داعش په عراق کې پیدا شو او بیا داعش د اسلامي خلافت په نامه اعلان شو. نو موږ په دې نیت باندې چې د اسلامي امت ستونزې به حل شي، ورسره ملګرتیا وکړه، خو کله چې موږ ولیدل، [نه دي ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي.] زموږ ګمان غلط وخوت. دې خلکو ظلم شروع کړو. موږ ډېر نصیحت ورته وکړ، خو ويې نه مانه. نو په هماغه اوایلو کې ترې زه جدا شوی وم."

مسلم دوست په افغانستان کې د طالبانو تر لومړنۍ واکمنۍ وروسته په پاکستان کې ونیول شو او ګونتانامو زندان ته یوړل شو. خو کله چې له بنده ازاد شو، په پېښور کې يې د [ماتې زولنې] په نوم کتاب ولیکه. نوموړی وايي چې د کتاب تر خپرېدو وروسته د پاکستان استخباراتو ونیوه او دوه نیم کاله يې د هغوی په بند کې هم تیر کړي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو رييس ډاکټر بشير پر هغو کسانو چې د داعش ډلې یا نورو لیکو کې د طالبانو پر خلاف په فعالیت بوخت دي، غږ وکړ چې له مخالفته لاس واخلي او تسلیم دې شي.

مسلم دوست پښتو ادبیاتو کې هم کار کړی، د خوږې ژبې په نوم د پښتو د املا، انشاء او ګرامر په اړه یې هم يو کتاب لیکلی او ویل کېږي چې د داعش ډلې له بنسټګر ابوبکر البغدادي سره يې له نېږدې اړیکې لرلې او هغه ورته په ډېر لوړ ارزښت قایل و.

XS
SM
MD
LG