د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: روغتیايي کارکوونکو له دیني عالمانو د ګوزڼ واکسینو په تطبیق کې مرسته غوښتې


په خوست ښار کې د ۲۰۲۲ز کال مارچ پر لومړۍ نېټه د ګوزڼ واکسينو د پوهاوي لپاره يو سېمينار جوړ شوی وو چې ګڼو دیني عالمانو برخه پکې اخیستې وه.
په خوست ښار کې د ۲۰۲۲ز کال مارچ پر لومړۍ نېټه د ګوزڼ واکسينو د پوهاوي لپاره يو سېمينار جوړ شوی وو چې ګڼو دیني عالمانو برخه پکې اخیستې وه.

د خوست روغتیايي مسوولینو له دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د ګوزڼ واکسین په ښه تطبیق کې له دوی سره مرسته وکړي.

په دې اړه نن (مارچ لومړۍ نېټه) د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونيسېف) په مالي او تخنیکي همکارۍ يو سېمينار جوړ شوی وو چې د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو ګڼو دیني عالمانو برخه پکې اخیستې وه.

د پولیو پروګرام د عامه اړیکو مشر سید کمال شاه مشال راډيو ته وویل، که چیرې خلکو د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په اړه معلومات لرلای او خپل ماشومان يې پر وخت سره واکسینولای، نو څو کاله پخوا به لا د نورې نړۍ په شان افغانستان هم له دې ناروغۍ څخه پاکه سیمه اعلان شوې وای.

نوموړي زياته کړه: "متاسفانه په افغانستان کې حالات دې ته جوړ نه وو، سیمو ته لاسرسی نه وو، جنګي حالات ول، او هغه د دې لامل شوي ول چې د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه وي. اوس یو ښه فرصت دی، هرې سیمې ته لاسرسی شته او هر ځای ته د واکسینو ټیمونه تللای شي."

سید کمال شاه زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت د ټولو برنامو په پلي کېدو کې د دیني عالمانو رول مهم دی او هغوی کولای شي چې خلک له روغتیايي کارکوونکو سره پوره مرستې ته وهڅوي.

د دې سيمينار يو ګډونوال مولوي احسان الحق حنفي هم په خپلو خبرو کې د عامه پوهاوي په برخه کې د دیني عالمانو رول مهم وباله او ويې ویل چې خلک تر هر چا د دوی په خبرو ښه باور کوي.

نوموړي وویل: "موږ ټول علماء کرامو ته معتقد یو، احترام يې کوو، خبرو ته يې غوږ نیسو، دوی بايد خلکو ته د پولیو واکسين په اړه قناعت ورکړي ځکه پولیو یوه داسې مهلکه ناروغي ده، که یو ځل يې انسان تر خپلې اغېزې لاندې راوست، بیا يې هېڅکله د رغېدو امکان نشته. "

بلخوا د خوست د عامې روغتيا مشر مولوي صاحب ګل خالد ياد سېمينار ته په خپله وینا کې وويل، اړتیا ده چې د ساري ناروغيو په مخینوی کې د روغتیايي کارکوونکو تر څنګ د دیني عالمانو ونډه هم ډېره شي.

مولوي خالد زیاته کړه: "دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې چې علماکرام زموږ سره د خلکو په پوهاوي کې مرسته وکړي او پر ولسونو له منبر څخه غږ وکړي چې خپل ماشومان د روغتيايي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره روغتيايي مرکزونو ته يوسي."

پر دې مهال د خوست مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور هم په خپلو خبرو کې وویل، د نورو قشرونو په شان دیني عالمان هم مسوليت لري چې په ځانګړي ډول د روغتیايي خدمتونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي او هغوی وهڅوي چې روغتیايي مرکزونو کې له شته امکاناتو څخه کار واخلي.

دمګړی افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم له ګوزڼ وايرسه پاک نه دې اعلان شوي.

XS
SM
MD
LG