د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بتینګړې کاکۍ مشهوره، نديمه په کابل کې لادرکه شوې


نديمه په کابل کې (پخوانی تصویر)
نديمه په کابل کې (پخوانی تصویر)

په افغانستان کې پر انټرنيټ مشهوره، بتینګړه کاکۍ چې خپل نوم یې ندیمه دی، لادرکه شوې ده. هغه په خټه افغانه کاناډايي ده او له کابله غېب کړل شوې ده.

نوموړې په ۲۰۱۹ کال کې له کاناډا څخه افغانستان ته تللې وه. خو تر دې مخکې یې د نجونو د زده کړو په برخه کې فعالیت درلود او پر ټولنیزو رسنيو يا سوشل ميډيا یې د بتینګړې کاکې په نامه يو طنزيه کيريکټر يا کردار درلود چې په بیلابیلو موضوعاتو په ځانګړې ډول له ښځو سره د ښې رویې کولو په اړه د عامه پوهاوي ویډیوګانې جوړولې.

د ندیمې خپلوانو یو شمېر رسنیو ته تایید کړې چې له څه باندې شلو ورځو راهیسې د هغې په اړه معلومات نه لري. ندیمې پر خپلو ټولنیزو پاڼو وروستی ویډیويي پيغام د فبروري په نهمه خپور کړی وو چې پکې یې له طالبانو غوښتنه کړې وه چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

هغه په دې ويډيو کې وايي: ((زه غواړم تاسو ته یوه خبره وکړم خصوصاً زموږ نویو ورورڼو او نویو ژڼو ته! ګلانو، درنه جار مې کړئ د خپل وطن په خلکو او تاسو مې زړه بدیږي ځکه دا خبرې درته کوم. تاسو چې په دا رینجرو کې روان یئ، دا ټوپک داسې ( مخامخ ) مه نیسئ. یا خپل سر پرې ږدئ. خدای ته وګورئ سبا به درنه ډز شوی وي. یا به مخ ته څوک وولئ یا به خپل ځان ووهئ. بس زړونه وګټئ. موږ او تاسو محبت زیاتیږي.))

که څه هم طالبانو تر اوسه د ندیمې د لادرکۍ يا نيول کېدو په اړه څه نه دې ويلي‌خو دا لومړی ځل نه دی چې افغان مېرمن په زور لادرکه کيږي. تر دې مخکې تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم خیل او د ښځو د امن له یوه کوره لسګونه فعالانې وړل شوې وي چې په لومړي سر کې یې طالبان په اړه خاموشه وو خو وروسته یې ومنله چې دغه انجونې د دوی سره په بند کې دي. د نړيوالو تر فشارونو وروسته دا مېرمنې خوشې شوې.

اوس افغانانو پر ټولنیزو رسنیو د ليکنو له لارې له طالبانو غوښتنه کړې چې يا خو دې نديمه پيدا کړي او که هغه ورسره په زندان کې وي نو خوشې دې یې کړي. په دوی کې د ميدان وردګ پخوانۍ ښارواله، ظریفه غفاري هم ده چې په دې وروستيو کې له بهره بیا افغانستان ته ستنه شوې. هغې پر ټوېټر ليکلي چې طالب چارواکي دې په دې اړه وضاحت وکړي.

طالبانو د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرې منتخب او جمهوري حکومت چپه کړ. د دوی حکومت تر اوسه چا په رسمیت نه دی پيژندلی. د انساني حقونو لپاره کارکوونکو ادارو لکه اېمنسټي انټرنیشنل او هيومن رایټس واچ پر طالب چارواکو د خپلو منتقدینو د خاموشه کولو او نورو بشري حقونو تروړلو تورونه پوري کړي دي. خو طالبان دا نه مني او دريځ لري چې حکومت یې ښه روان دی.

XS
SM
MD
LG