د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناروې غونډې ګډونوالې: طالبان دې په عمل کې د بشري حقونو درناوی وکړي


د ناروې غونډه
د ناروې غونډه

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د لوېدیځو هېوادونو له استازیو سره د طالبانو د پلاوي رسمي غونډې چې د جنورۍ پر ۲۴مه پیل شوې، نن هم دوام کوي.

د تړلو دروازو تر شا د دې غونډو د خبري پوښښ لپاره رسنیو ته اجازه نه ده ورکړل شوې. درې مختلف لوري له مشخصو غوښتنو سره په دې درې ورځنۍ غونډو کې ګډون کوي.

دې ته په پام چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي، د لوږې له خطر سره مخامخ دي، په دې هېواد کې د بشري بحران حل د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ده.

بل لوری ښځې دي چې غواړي اساسي حقونه یې ورکړل شي او د طالبانو حکومت یې کار کولو او روزنې ته ژمن پاتې شي.

په دې برخه کې نړیواله ټولنه هم د افغان ښځو په خوا ده او وایي چې طالبان باید بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو درناوی وکړي.

د طالبانو د حکومت پلاوی وایي، په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنیو د ازادولو د غوښتنې لپاره یې د ناروې په غونډه کې ګډون کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي چې د دې پلاوي مشري کوي، دا ډول غونډې یې د افغانستان د ملاتړ لپاره مهمې وبللې.

متقي وايي: "ناروې ته راتګ چې د ناروې حکومت دا زمینه مساعده کړه، دا ځکه یوه لاسته راوړنه ده چې موږ له نورې نړۍ سره د مفاهمې په یوه ښه سټېج باندې راغلو او ډېره ښه مجالس مو درلودل. له دې مجالسو نه به افغانستان ته بشري او د صحت په برخه کې، د ښوونې په برخه کې مرستې جلبوو انشاالله."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا ډول غونډې د افغانستان د ملاتړ لپاره مهمې وبللې.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا ډول غونډې د افغانستان د ملاتړ لپاره مهمې وبللې.

پرون یو شمېر افغانو ښځو هم د طالبانو له پلاوي سره وکتل.

د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج چې په دې ډله کې شامله وه وایي، د طالبانو پلاوي یې خبرې په دقت واورېدې او هم یې په کتبې بڼه خپلې غوښتنې طالبانو ته وړاندې کړې.

نوموړې وایي، له طالبانو د عملي اقداماتو غوښتونکې دي: "که دوی دا ډول دوام ورکړي چې موږ ته یو څه ووایي او عمل بل ډول وکړي نو په هغه صورت کې به اعتماد بشپړله منځه لاړ شي. کله چې باور له منځه لاړ شي، طالبان باید دا په یاد ولري چې په افغانستان کې له مخکیني حکومت سره څه وشول. موږ پر هغوی باور له لاس ورکړی و او د افغانستان خلکو هم په تېر حکومت کې خپل ځای نه و موندلی."

د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج
د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج

ناروې ته تللی د طالبانو د حکومت پلاوی، د امریکا، فرانسې، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، اروپایي ټولنې او د ناروې له استازیو سره غونډې ترسره کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي چې غواړي له خپلو متحدینو، شریکانو او مرسته کوونکو بنسټونو سره د افغانستان بشري بحران ته د حل لارې چارې ولټوي.

هغه همداراز په یوه ټویټ کې ویلي چې لویدیځ به د خپلو اندېښنو او د یوه با ثباته، حقونو ته د احترام لرونکي او ټول‌ شموله افغانستان په اړه روښانه ډیپلوماسۍ ته دوام ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو نژدې پنځه نیمې میاشتې وځي خو تر اوسه پورې د نړۍ هېڅ یوه هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو طالبان تمه کوي چې د دا ډول غونډو په جوړېدو سره به یې په افغانستان کې د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره زمینه برابره شي، خو د ناروې د بهرنیو چارو د وزیرې په ګډون د لویدیځو هېوادونو چارواکو ویلي چې د اوسلو غونډه د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندلو په معنی نه ده.

نړیوالې ټولنې له طالبانو سره د تعامل لپاره ځینې شرطونه وړاندې کړي.

له طالبانو غوښتل شوي چې د بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو د زده کړې او کار درناوی وکړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو طالبان بیا وایي، د شریعت له مخې د نجونو او ښځو ټول حقونه تامین شوي او حکومت یې هم ټولشموله دی او له ترهګرو ډلو سره هم هېڅ ډول اړیکه نه لري.

XS
SM
MD
LG