د لاسرسي ځای

تازه خبر

رينا اميري: د افغان ښځینه فعالانو غیر عادلانه نیونې باید ودرېږي


د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري. انځور له ارشيفه
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري. انځور له ارشيفه

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي دي چې د افغان ښځینه فعالانو "غیر عادلانه" نیونې باید ودرېږي.

دا خبره رینا امیري د فبرورۍ پر څلورمه سهار پر ټوېټر د دوو ښځینه فعالانو د ورکېدو په غبرګون کې کړې ده.

زهرا محمدي او مرسل عیار هغه فعالانې دي چې په وروستیو کې یې د کابل په احتجاجي مظاهرو کې ګډون کړی وو او د فبرورۍ پر دویمه او درېیمه لادرکه شوې.

زهرا محمدي د افغان ښځو د یووالي او پیوستون ټیم مشره وه چې د دغه ټیم د غړو د معلوماتو پر بڼسټ د فبرورۍ پر درېيمه د کابل سینما پامیر ته څېرمه په خپل کلینیک کې نېول شوې او وړل شوې ده.

یو شمېر معترضې ښځې مشال راډیو ته تاییدوي چې د فبرورۍ پر دويمه یوه بله افغانه معترضه پېغله مرسل عیار هم نیول شوې ده.

دوی وایي، د مرسل عیار تر نیونې وروسته د هغې پلار هم نیول شوی دی.

رينا اميري ویلي، که طالبان له افغانانو او نړۍ څخه "مشروعیت" غواړي نو "باید د بشري حقونو، په تېره د ښځو" د حقونو او د بیان د ازادۍ درناوی وکړي.

نوموړې له طالبانو غوښتي چې ګرفتاره ښځې او نور فعالان دې "سمدستي" خوشې کړي. خو طالبانو د هغو فعالانو ګرفتاري رسماً نه ده تایید کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم پرون پر ټوېټر په بیان کې وویل چې په کابل کې طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوې فعالانې نیولې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر درېيمه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې دا ښځې اکثر بهر هېوادونو ته د تګ لپاره د ده په خبره، د قضیو جوړولو هڅې کوي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یوشمېر فعالان ګرفتار شوي دي چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه یې پړه پر طالبانو اچوي.

XS
SM
MD
LG