د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست رسنۍ خپل راتلونکې ته اندېښنه لري


د خوست د چينار راډيو سټوډيو - انځور له ارشیفه
د خوست د چينار راډيو سټوډيو - انځور له ارشیفه

د افغانستان په خوست ولايت کې د سیمه ییزو رسنیو خبریالان وايي د طالبانو حکومت دې د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حلولو او پر وخت معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

دوی زیاتوي، رسنۍ په افغانستان کې د وروستیو ۲۰ کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه دي او که اقتصادي ستونزې يې حل نه شي، ښايي‌له فعاليته ولويږي. دوی په داسې مهال د رسنیو د راتلونکې په باب انديښنه څرګندوي، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ځینو سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي ستونزو له کبله سقوط کړی.

د طالبانو حکومت دې په اقتصادي او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي
قیومي

د غرغښت د سیمه ییز تلویزیون خبریال عبدالقیوم قیومي مشال راډیو ته وویل چې طالب چارواکي دې یې ستونزې حل کړي. "هیله مو داده چې اوسنی حکومت رسنیو ته خاص پام وکړي ځکه همدا رسنۍ د ولس او حکومت تر منځ د پل حیثیت لري. باید د اقتصادي ځان بسیاینې او مالومات ته لاسرسي په برخه کې له خبریالانو سره همکاري وکړي. "

سره له دې چې د طالبانو د حکومت لخوا رسنیو ته د ځینو محدودیتونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي لیږل شوي، خو د رسنیو مسوولان وايي دوی ته د خپرونو او په ځانګړې ډول د موسیقۍ د خپریدو په اړه ځینې شفاهي توصیې شوي او دوی اړ دي، چې د هغو توصیو په رڼا کې خپرونې برابرې کړي.

ازاد خبریال رحمت الله وايي، که خبریالان د ځینو خپرونو د چمتوکولو لپاره ازادانه فعالیت ته پرېښوول شي د ټولنې د غږ په پورته کولو کې به مرسته وکړي.د ده په خبره اوس داسې انديښنې شته چې ممکن پر موسیقۍ او ځینو تفریحي خپرونو بندیز ولګول شي یا محدودې شي، چې دا کار به د رسنیو پرمختګ او بازار موندنې ته زیان واړوي.

په تېر نظام کې رسنۍ د اوږدو کالونو لپاره د ملي او نړیوالو ډونرانو له مالي ملاتړه برخمنې وې او هغوی ته هره میاشت څه نا څه پیسې په لاس ورتلې، خو بیا هم رسنۍ داسې حالت ته ونه رسیدې، چې راتلونکې وخت لپاره ځان بسیاینې ته ورسوي.

په خوست کې طالب چارواکي د رسنيو راتلونکې د هغوی د چلوونکو په پلان‌پورې تړي. د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني په دې اړه مشال راډيو ته وويل که رسنۍ د خپلو خپرونو وخت ډېر کړي، له ستونزو سره مخامخیږي، نو د دې پر ځای دې د خپرونو معیاري کیدو ته پام واړوي.

شبیراحمدعثماني زیاتوي، رسنۍ دې په نظام کې د ښه والي لپاره د خلکو جوړونکي نظریات راغونډ کړي خو دا یې ونه ويل چې ايا د طالبانو حکومت د ازادو رسنيو د پايښت لپاره څه پلان لري کنه؟

په خوست کې د یو شمېر ملي او نړیوالو رسنیو د خپرونو سربیره ۱۴ سیمه ییزې راډيوګانې، ۴ تلویزیونونه او ۱۷ چاپي رسنۍ فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG