د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: معید یوسف په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ راکړی


ټاکل شوې وه چې معید یوسف دا سفر د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه کړی وای خو د دوی په وینا، هغه وخت د خراب موسم له کبله ځنډول شوی وو.
ټاکل شوې وه چې معید یوسف دا سفر د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه کړی وای خو د دوی په وینا، هغه وخت د خراب موسم له کبله ځنډول شوی وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په بېلا بېلو برخو کې افغانستان ته د همکارۍ ژمنه ورکړې ده.

د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي د جنورۍ ۲۹مې په شپه مشال راډيو ته وويل چې پاکستانې پلاوي د رييس والوزرا له مرستيال عبدالسلام حنفي او د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي سره جلا جلا غونډي وکړې.

د بلال کريمي په وینا، دواړو خواو پر دوه اړخيزه اړيکو، تجارت، همداراز په هغه هېواد کې د کډوالو پر ستونزو او په صفري نکته کې د امنيتي پېښو په اړه بحثونه وکړل.

نوموړي وویل، دوی هیله لري‌ چې له پاکستاني پلاوي سره کړې خبرې اترې به ښې پایلې ولري.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د جنورۍ پر ۲۹مه له یو پلاوي سره کابل ته لاړی.

یو سرچینې مشال راډیو ته وویل چې د پاکستاني پلاوي‌ او د طالبانو د حکومت ترمنځ به د لیدو کتو لړۍ د جنورۍ پر ۳۰مه هم دوام ولري.

پاکستان له وړاندې په رسمي توګه دا نه وو ویلي چې د معید یوسف په مشرۍ کې کابل ته د دې پلاوي د تګ اجنډا به څه وي.

ټاکل شوې وه چې معید یوسف دا سفر د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه کړی وای خو د دوی په وینا، هغه وخت د خراب موسم له کبله ځنډول شوی وو.

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته ویلي وو چې دوی به له یاد پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، افغانانو (په ځانګړي توګه ناروغانو) ته د ویزو او د افغان کډوالو په اړه په مهمو مسایلو خبرې وکړي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي وو. معید یوسف له هغه راهیسې دویم لوړپوړی پاکستانی حکومتي چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر مياشت کې د کابل سفر کړی وو.

خو تر دوی دواړو وړاندې د پاکستان د جاسوسي ادارې ای ایس اس مشر فیض حمید په داسې وخت کې کابل ته تللی وو چې طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته خپله اوسنۍ لنډمهاله کابینه لا نه وه اعلان کړې.

XS
SM
MD
LG