د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د اریانا نیوز خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي


د افغانستان په سرښار کابل کې يوه خبري څانګه (انځور له ارشيفه)
د افغانستان په سرښار کابل کې يوه خبري څانګه (انځور له ارشيفه)

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې په کابل کې د اریانا ټېليويژن دوه نيول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي.

د اريانا نيوز شخصي ټېليويژن د خپرونو مشر شریف حسنیار د جنورۍ پر ۳۱مه پر خپله ټويټر پاڼه اعلان خپور کړ چې طالبانو اسلم حجاب او عبدالوارث حسرت له کوم دلیل پرته پرون په "ډاروونکې طريقه" ونيول او په خبره یې کورنۍ یې ورته اندېښمنې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې نن (د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه) پر خپلې ټویټر پاڼې د دغو خبریالانو نیول کېدل "خپلسری او ناقابل توجیه" عمل بللی او ژر تر ژره یې د هغوی د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د بیان پر ازادۍ دا ډول بریدونه، په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پر وړاندې جدي ګواښ بللی او ویلي يې دي چې دغه خبریالان باید له "قید او شرط" پرته ازاد شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې ټینګار کړی چې طالبان پر داسې مهال د بشري حقونو مدافعین او خبریالان نیسي چې تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت استازو په ناروې کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

دغه سازمان زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید له طالبانو څخه وغواړي چې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي او هغوی تر پوښتنې لاندې ونیسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت یا یوناما هم د بیان د ازادۍ پر وړاندې د محدودیتونو او یادو خبریالانو د نیول کېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره، له طالبانو څخه غوښتي چې د هغوی د نیول کېدو دلیل روښانه کړي.

یوناما همدارنګه له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو او بشري حقونو درناوی وکړي او ترڅنګ یې په کابل کې د تیرو دوو اونیو راپدېخوا د لادرکه شوو ښځینه فعالانو د ځای ځایګي په اړه معلومات وکړي.

د یادو خبریالانو نیول کېدو غبرګونونه او نيوکې راپارولي او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د هغوی د نیول کېدو په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلی، "د خبریالانو او رسنیو فېدراسیون تل د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه غوښتي چې خپل امنیتي سرتیري د خبریالانو له نیول کېدو څخه راوګرځوي."

يادې ټولنې زياته کړې، هر کله چې طالبان د رسنیو کارکوونکي نیسي، باید رسنیو ته کره معلومات ورکړی.

خو د طالبانو حکومت تر دا مهاله د یادو خبریالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG