د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان نجونه وايي، شپږ میاشتې وشوې خو ښوونځي یې لاهم تړلي دي


کونړ کې د نجونو یو ښوونځی
کونړ کې د نجونو یو ښوونځی

په کونړ کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو ښځينه زده کوونکې وايي، شپږ میاشتې په پوره کېدو دي چې د دوی پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي او اوسني چارواکي که څه هم د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو ژمنې کوي، خو لا هم یادې ژمنې نه دي عملي شوي.

له تعلیمه بې برخې شوې نجونې وايي، د ښوونځیو تړل کېدو سره يې ټولې هیلې په نه‌هیلۍ بدلې شوي دي.

هره ټولنه کې ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو او نورو کار کوونکو ته اړتیا ده

د یوولسم ټولګي زده کوونکې ښکلا وویل:"شپږ میاشتې کېږي چې زموږ ښوونځي تړل شوي، ما هیله درلوده چې راتلونکې کې د کانکور ازموینه ورکړم او ښه پوهنځي ته بریالۍ شم. هیله مو دا ده چې موږ ته د تعلیم او تحصیل کولو اجازه راکړل شي. په کومه ټولنه کې چې ښځې له تعلیمه بې برخې کېږي، هغه ټولنه پرمختګ نه شي کولی."

د دوی په خبره چې په هره ټولنه کې ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو او نورو کار کوونکو ته اړتیا ده او دا اړتیا له تعلیم او تحصیل پرته نه شي پوره کیدای.

نسرین هم د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده، دا وايي، دوی په اسلامي او افغاني ټولنه کې زیږېدلي او خپلو کورنیو ورته د حجاب په اړه ټولې سپارښتنې کړي او تل يې د پړدې خیال ساتلی دی.

د هغې په خبره د دوی په ښوونځي کې ټولې ښځینه ښوونکې درس ورکوي، ښوونځی يې له هلکانو جلا دی او هېڅ شرعي دلیل نشته چې دوی له درسونو منع کړي.

نسرین د یوولسم ټولکي زده کوونکې وايي،په ښوونځي کې ټولې ښځینه ښوونکې درس ورکوي،
نسرین د یوولسم ټولکي زده کوونکې وايي،په ښوونځي کې ټولې ښځینه ښوونکې درس ورکوي،

نسرین زیاته کړه: "نجونو زیاته خواري ایستلې، اوس دغه خواري يې په سیند لاهو کېږي. ټولې نړۍ ته معلومات دي چې دلته نجونې په حجاب کې ښوونځیو ته ځي او په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي. د ښځو تعلیم ډېر اړین دی، که په یوه ټولنه کې ښځینه ډاکټره، ښوونکې او بله ښځینه کارکوونکې نه وي، نو هغه ټولنه پرمختګ نه شي کولی. همدا تعلیم دی چې یو هېواد د نورو هېوادونو سره سیالولی او پرمختګ کولی شي."

که څه هم چې د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې دوی د نجونو د تعلیم مخالف نه دي او په راتلونکي نوي لمریزکال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي.

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې هم له طالب پلاوي د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل غوښتل شوي چې دوی هلته په نوي کال کې نجونو ته د تعلیمي ادارو د خلاصولو ژمنه کړې ده.

په کونړ کې طالب چارواکي وايي، دوی د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستلو لپاره د مرکزي حکومت امر ته منتظر دي.

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې هم له طالب پلاوي د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل غوښتل شوي
د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې هم له طالب پلاوي د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل غوښتل شوي

د کونړ اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټول مسایل مرکز پورې تړلي دي. موږ هيله لرو چې د نجونو ښوونځيو ستونزه به د راتلونکي کال د حمل په میاشت کې حل شي او زموږ ټولې خویندې به د اسلامي اصولو سره سم زده کړو ته دوام ورکړي."

دغه نجونې په داسې حال کې شکایت کوي چې د کونړ په سړو سیمو کې ښوونځي رخصت شوي او تودو سیمو کې څلور نیم میاشتنې ازموېنې واخیستل شوې، دوی وېره لري که يې ښوونځي همداسې پرمخ بند پاتې شي نو د تودو سیمو زده کوونکو پوره درسي کال به ضایع شي.

XS
SM
MD
LG