د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبريالانو نړیوال فدراسیون: افغانستان کې ۳۱۸رسنیو خپل کار درولی


د افغانستان په خوست ولايت کې د يوې محلي راډيو سټوډيو - ارنځور له ارشيفه
د افغانستان په خوست ولايت کې د يوې محلي راډيو سټوډيو - ارنځور له ارشيفه

د خبريالانو نړیوال فدراسیون ويلي چې د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هلته ۳۱۸ رسنیو خپل فعاليت درولی دی.

ياد فدراسيون دا خبره پرون (فبرورۍ درېيمه) په یوه اعلامیه کې د يوې نوې تر سره شوې سروې له مخې کړې ده. دا سروې د افغانستان د خبريالانو ملي ټولنې د دې هېواد په ۳۳ ولایتونو کې کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان له اوسني حالته ورځپاڼې ډېرې اغېزمن شوي دي او اوس له ۱۱۴ ورځپاڼو یوازې ۲۰ چاپېږي.

د خبريالانو نړیوال فدراسیون ویلي، د دوی لپاره په ترتیب شوي راپور کې راغلي چې د ۵۱ ټېلېويژني چینلونو، ۱۳۲ راډیوګانو او د ۴۹ انلاین رسنیو فعالیت درېدلی دی.

د افغانستان له اوسني حالته ورځپاڼې ډېرې اغېزمنې شوې دي او اوس له ۱۱۴ ورځپاڼو یوازې ۲۰ چاپېږي - انځور له ارشيفه
د افغانستان له اوسني حالته ورځپاڼې ډېرې اغېزمنې شوې دي او اوس له ۱۱۴ ورځپاڼو یوازې ۲۰ چاپېږي - انځور له ارشيفه

د خبريالانو د نړیوال فدراسیون عمومي منشي انتوني بېلانګر ویلي، په لومړي ځل په ۳۳ ولایتونو کې له راټولو شوېو معلوماتو هغه بحران لیدلای شي چې په افغانستان کې یې خبریالي او ژورنالېزم اغېزمن کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، دا تصویر نه یوازې د هغو خبریالانو لپاره چې دنده یې له لاسه ورکړې، بلکې عامو افغانانو ته هم په دې خاطر یو ناورین دی چې د معلوماتو له ترلاسه کولو بې برخې شوي دي.

دا اعلاميه په داسې حال کې خپره شوې چې په افغانستان کې د يوشمېر ټېليويژن چېنلونو او راډيوګانو کارکوونکي هلته پر دوی د سانسور او بندېزونو خبره کوي، او په دا وروستيو کې د اريانا نيوز دوه خبريالان نيول شوي هم ول چې بيا وروسته خوشې شول.

بلخوا د کابل پرېس د بورډ غړي عزیز احمد تسل د فبرورۍ پر درېيمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې خبريالان له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

"تر اوسه پورې مو د طالبانو له حکومته یو امنیتي پروټوکول او یو داسې پروټوکول چې خبریالان خوندي دي، نه دی لیدلی او کوم معلومات چې موږ یې باید د طالبانو له حکومته ترلاسه کړو، له بده مرغه ګران کار دی، خو بیا هم د [اطلاعاتو او کلتور مرستيال وزير] ذبیح الله مجاهد وروستیو څرګندونو هیلې غوړولي چې ویې ویل د افغانستان د رسنیو په قانون کې بدلون نه راوړي."

د طالبانو حکومت د دې راپور په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د فبرورۍ پر دويمه یې اعلان وکړ چې د ډله ییزو رسنیو پخوانی قانون د اجرا وړ دی او د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمېسیون به بيا فعاله کړي.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په قول ویلي، د دغه کمېسیون له بیا فعالیدو وروسته به هېڅ وزارت د رسنیو په چارو کې مداخله نه کوي.

XS
SM
MD
LG